تازه خبرونه
له افغانستان څخه د حقآبې یوه برخه هېواد ته د لېږدېدا په حال کې ده – ایران
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د ایران حکومت ویانده فاطمه مهاجراني ويلي، چې د افغانستان له هیرمند سیند څخه هېواد ته د حقآبې یوه برخه د لېږدېدا په حال کې ده.
ایراني رسنیو د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي یوویشتمه) راپور ورکړ، چې میرمن مهاجراني د دولت پلاوي په څنډه کې ویلي، چې هېواد ته د حقآبې یوه برخه د افغانستان له هیرمند سیند څخه د لېږدېدا په حال کې ده او د بهېدا د روان ساتلو لپاره هم هڅې روانې دي.
مهاجراني ویلي، چې د هیرمند د حقآبې مسله یوه پخوانۍ مسله ده او هېواد یې د حل لپاره ډیپلوماټیکه لار کاروي.
د دې مسلې چاپېریالي اغېزو ته په نغوته(اشاره) کې ټینګار شوی، چې: “مونږ هیله لرو، چې د زیاتې همکارۍ او پرلهپسې هڅې د چاپېریال اړوند اندېښنې هم په لنډ او ممکنه وخت کې حل شي.”
په هر حال اسلامي امارت د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
څه وخت مخکې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په “تهران خبرو فورم” کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې د هیرمند حقآبه د اسلامي امارت “اسلامي او دیني مسوولیت” دی او کله، چې وچکالي نه وي؛ څه اوبه، چې وي د ایران لوري ته به بهیږي.
امیر خان متقي ویلي؛ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې اوبه ضایع نشي او ایران ته پوره ورسیږي.
د یادونې ده، چې ایران تل له اسلامي امارت څخه غوښتي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هیرمند د اوبو تړون مکلفیتونه په پام کې ونیسي.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د افغانستان لپاره یې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د سیمې د امنیت او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له ګواښونو سره اړوند نظرونه تبادله کړل؛ هغه ادعا کړې، چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې؛ پاکستان او چین هوکړه کړې، چې دوهاړخیزه همغږي پیاوړې او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي، سیمهییزې سولې، امنیت او ثبات لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دا کتنه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلامآباد او بېجینګ تل د افغانستان له خاورې د وسلوالو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې؛ خو د اسلامي امارت چارواکو دا ادعاوې څو ځله رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نورو پر ضد د افغانستان خاورې د کارولو اجازه هیڅ ډلې ته ورنهکړي.
تازه خبرونه
د «شهرک حاجي نبي» ځمکه امارتي ثابته شوې؛ پېرودونکي دې خپل تاوان له پلورونکي وغواړي- عدلیې وزارت
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي ویلي؛ د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې یاده ځمکه په پېنځه کاډستري ټوټو کې د دولت پر نوم ثبت او سروې شوې او هېڅکله حقیقي یا حکمي اشخاصو ته لېږدول شوې نهده.
عدلیې وزارت ویلي، د کابل ښار «امید سبز» نومي ښارګوټي( شهرک حاجي نبي) له ۱۵۰۰جریبه ډېره ځمکه امارتي ثابته شوې او اوسني پېرودونکي(متصرفان ) دې د تاوان د ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي ویلي؛ د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې یاده ځمکه په پېنځه کاډستري ټوټو کې د دولت پر نوم ثبت او سروې شوې او هېڅکله حقیقي یا حکمي اشخاصو ته لېږدول شوې نهده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، محکمې حکم کړی، چې یاده ځمکه دې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون ته وسپارل شي.
عدلیې وزارت ټینګار کړی؛ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون اړ دی، چې د امارتي ځمکو په اړوند قضیو کې د ځانګړې محکمې شرعي پرېکړې پلې کړي.
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې چارې وارزولې؛ د هرات برخې د چارو پر چټکتیا ټینګار وشو
د ترکمننفت دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور فعالیتونه وارزول شول. د ترکمننفت، ترکمنګاز، ترکمنجیولوجي، ټاپي شرکت او اړوند ادارو مسوولانو خپل راپورونه هم وړاندې کړل.
ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور په ځانګړي غونډه کې د ټاپي ګاز نللیکې پروژې د پرمختګ بهیر ارزولی او د نړیوالو معیارونو له مخې یې د سرحدآباد ـ هرات برخې د جوړولو د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
د ترکمننفت دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور فعالیتونه وارزول شول. د ترکمننفت، ترکمنګاز، ترکمنجیولوجي، ټاپي شرکت او اړوند ادارو مسوولانو خپل راپورونه هم وړاندې کړل.
په غونډه کې د سرحدآباد ـ هرات د ټاپي نللیکې د اصلي برخې د جوړولو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وشوه او چارواکو ټینګار کړی، چې د پروژې چارې باید د نړیوالو معیارونو له مخې چټکۍ شي.
ګډونوالو د ځمکپېژندنې د سروې د پراخولو، د نویو څاګانو د کېندلو، د تېلو او طبیعي ګازو د تولید د زیاتوالي او د استخراج شویو سرچینو د کیفیت د ښهوالي په اړه هم خبرې وکړې.
ټاپي شاوخوا ۱۸۰۰کیلومټره اوږده د طبیعي ګازو نللیکه ده، چې ټاکل شوې هر کال ۳۳میلیارډ مټر مکعب ګاز د ترکمنستان د ګالکینیش له ګاز ډګره افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي.
عشقآباد دا پروژه د ګازو د صادراتو د پراخولو او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا له مهمو لارو څخه بولي.
ګالکینیش د ټاپي پروژې د ګازو اصلي سرچینه ده او د نړۍ له سترو طبیعي ګاز ډګرونو څخه ګڼل کېږي. اټکل کېږي، چې له ۲۷ټریلیون مټر مکعبو ډېرې د ګازو زېرمې ولري.
د روان کال په اپریل میاشت کې ترکمنګاز او د چین د تېلو ملي شرکت د دې ډګر د پراختیا څلورم پړاو هم پیل کړی، چې تمه ده هر کال به د ۱۰میلیارډ مټر مکعبو پر کچه د سوداګریز ګاز د تولید وړتیا زیاته کړي.
ویل کیږي، چې د هاروارډ پوهنتون اړوند د بلفر علمي څېړنو او نړیوالو چارو مرکز په یوه شننه کې ویلي؛ ټاپي یو ځل بیا د سیمهییزې انرژۍ د همکارۍ له مهمو پروژو څخه ګرځېدلې او کولی شي د ترکمنستان د ګازو سرچینې د سویلي آسیا له بازارونو سره ونښلوي.
-
تازه خبرونه20 hours agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
Opinion2 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی2 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
-
نړۍ2 days agoد امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
