Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه قطر ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو پروګرام پرانیستل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۴

د دوشنبې پر ورځ(د زمري شپږمه ) د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې له افغانستان څخه قطر ته د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروګرام پرانیستل شو.

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر قطر ته د ۲۰۰۰ کارګرانو د لېږلو د پروګرام د پرانیستلو پر مهال ویلي، چې حکومت د فقر او بې کارۍ کمولو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي چې اسلامي امارت د بې وزلۍ او بې کارۍ د کمولو لپاره مختلف پروګرامونه ترسره کړي دي، چې یو یې بهر ته د کارګرانو لیږل دي.

عبدالغني برادر زیاته کړې؛ د کارګرانو له لېږلو سره به د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره هم پیاوړې شي.

دغه راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالي وایي، چې د کارګرانو د لېږلو په اړه له نورو هېوادونو لکه ترکیې، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره خبرې روانې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارسمبالي عبدالمنان عمري هیله‌من دی، چې هېوادونو ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو د بهیر پر پیل به د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي او وزارت د ترکیې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره هم خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم ويلي، چې دا نه یوازې یو ټولنیز پرمختګ دی، بلکې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په پراختیا کې هم یو پرمختګ دی او د بهرنیو چارو وزارت خپل مسؤلیتونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغانان په ډېرو هېوادونو کې ناقانونه کار کوي او دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې په قانوني بڼه نورو هېوادونو ته د کارګرانو د لېږلو پرېکړه کړې ده.

تازه خبرونه

متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.

هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

Published

on

 

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

Published

on

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی غړی یې نیولی او دې هېواد ته یې لېږدولی دی.

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

کازانجي په ترکیه کې د داعش د پخواني رسنیز مسوول له نیول کېدا وروسته د دغې څانګې مسوولیت پر غاړه اخیستی و. نوموړي د ترکیې له لارې د افغانستان او پاکستان سیمې ته سفر کړی، د داعش خراسان له ډلې سره یوځای شوی او د دې ډلې په روزنیزو مرکزونو کې یې فعالیت کړی دی.

ویل کېږي، چې کازانجي له ترکیې څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش د غړو په لېږدولو کې هم ونډه لرله.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې دا ادعا هم کړې، چې نوموړي په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو له هوايي بریدونو روغ وتلی و او غوښتل یې په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، خو پولې ته نږدې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

کازانجي د پلټنو پر مهال د داعش خراسان غړیتوب او د دې ډلې په رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو کې خپله ونډه منلې ده.

د ترکي چارواکو د څرګندونو له مخې، دې عملیاتو د ترکیې پر ضد د داعش احتمالي طرحې شنډې کړې او دغې ډلې ته یې د جنګیالیو د لېږد شبکې هم افشا کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!