تازه خبرونه

له تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا په ۲۵ نښتو کې پاکستان ته درانده تلفات اوښتي – دفاع وزارت

هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.

Published

on

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن (سې‌شنبه د کب دولسمه) په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۲۵ نښتې شوې دي.

هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان سره د جګړې له پیل راپدېخوا ۱۵۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي، له ۲۰۰ څخه ډېر یې ټپیان دي او ۴۰ پوستې د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند «ردالظلم » عملیاتو د وروستیو جزئیاتو شریکولو لپاره په جوړه شوي رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د دفاع مشروع حق لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی؛ جګړه د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او ټولې خواوې باید پوه شي، چې افغانانو په خپله خاوره کې یرغل بې ځوابه پریښی ندی.

هغه زیاته کړې: “هر هغه څوک، چې د افغانستان خاورې ته بد وګوري؛ پوزې یې په خاورو کې خښې شوې دي.”

عنایت الله خوارزمي وايي، چې اسلامي امارت پر ځلونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي او هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې دا خاوره پر نورو هېوادونو د یرغل لپاره وکاروي.

هغه زیاته کړې؛ جګړه هیڅکله د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او دا اقدام یوازې د شریرو کړیو د تکراري یرغلونو او د خاورې د دفاع لپاره په ځواب کې روان دی.

د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ردالظلم عملیات د پاکستاني پوځي رژیم د تکراري یرغلونو او د ملکي وګړو د پر نښه کولو له کبله پیل شوي دي.

د افغان ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له پیل راپدېخوا ۲۸ کسان “شهید” شوي او ۴۲ نور ټپیان دي. همدارنګه، په دې وخت کې د پاکستان د پوځي رژیم درې بې پیلوټه الوتکې هم ویشتل شوې دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم څرګنده کړې، چې د نښتو په پایله کې ۱۱۰ ملکي وګړي “شهید” شوي او ۱۳۰ نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

فطرت ویلي، چې اسلامي امارت نه جګړه غواړي او نه  لومړیتوب ورکوي؛ خو که پاکستان خپل بریدونه روان وساتي، نو پر وړاندې یې جګړه اړینه مونږ ته هم ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په کابل کې د پاکستان سفارت د تړلو په اړه وویل، چې دا سفارت د دوی په لاس کې دی او که دا هېواد د افغانستان پر خاوره خپل یرغل روان وساتي، نو اسلامي امارت به خپل سفارت وتړي.

حمد‌الله فطرت دا هم زیاته کړې، چې پر ملکي تلفاتو سربېره، لوی مالي زیانونه هم اوښتي دي.

هغه ویلي: “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي دي.”

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم نن یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په جګړه کې یې له ښکېلو خواوو څخه د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version