نړۍ
له زیلینسکي سره له لیدنې وروسته د سولې تړون ته ډېر نږدې شوي يوو – ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته ډېر نږدې شوي؛ خو دا یې هم ومنله، چې د شخړې لاندې د دونباس سیمې برخلیک اوس هم یوه اړینه او نه حل شوې مسئله ده.
دواړو مشرانو د یکشنبې پر ورځ ماسپښین مهال د فلوریډا ایالت په مار-ا-لاګو ماڼۍ کې له لیدنې وروسته ګډه خبري ناسته ترسره کړه.
د رویټرز څرګنده کړې؛ دواړو لوریو د سولې په خبرو کې د دوه تر ټولو لانجمنو موضوعاتو په اړه له پرمختګ خبر ورکړ او څرګندوي: د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه او د ختیځ اوکراین د دونباس سیمې وېش، چې روسیې یې د نیولو هڅه کړې ده.
په دې اړه ټرمپ او زیلینسکي دواړو ډېر جزئیات وړاندې نکړل او د سولې تړون د بشپړېدو لپاره یې کومه وروستۍ نېټه هم ونښوده.
ټرمپ ویلي؛ “په څو اوونیو کې” به دا هم روښانه شي، چې خبرې اترې بریالۍ کېږي که نه.
هغه زیاته کړې؛ د خاورې اړوند څو “ستونزمنې مسئلې” او هم پاتې دي، چې باید حل شي.
زیلینسکي ویلي، چې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر سر هوکړه شوې ده. ټرمپ بیا لږ محتاط و او څرګندوي، چې دوی هوکړې ته ۹۵ سلنه رسېدلي دي او تمه ده، چې اروپایي هېوادونه به د امریکا پر ملاتړ “د دې چارې لویه برخه پر غاړه واخلي.”
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې له زیلینسکي سره د ټرمپ له لیدنې وروسته یې په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د امنیتي تضمینونو په برخه کې پرمختګ شوی دی.
هغه زیاته کړې؛ “د خوښې ائتلاف” په نوم د هېوادونو ډلې به د جنورۍ په لومړیو کې د پاریس غونډه وکړي، چې خپلې “عملي ونډې” وروستۍ کړي.
زیلینسکي له دې مخکې ویلي وه؛ هیله من دی د امریکا هغه وړاندیز نرم کړي، چې له مخې یې اوکرایني ځواکونه باید له دونباس څخه په بشپړه توګه ووځي. دا د روسیې غوښتنه ده او معنا به یې دا وي، چې اوکراین به د خپلې خاورې یوه برخه پرېږدي.
مسکو ټینګار کړی، چې باید ټول دونباس ترلاسه کړي؛ خو کیف غواړي، چې نقشه د اوسنیو جګړیزو کرښو پر بنسټ کنګل شي.
ټرمپ او زیلینسکي دواړو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د دونباس راتلونکی تر دې دمه ټاکل شوی ندی؛ خو د امریکا ولسمشر څرګنده کړې، چې خبرې “سم لوري ته روانې دي. امریکا د جوړجاړي په لټه کې وړاندیز کړی، چې که اوکراین دا سیمه پرېږدي؛ نو هلته دې آزاده اقتصادي سیمه جوړه شي، خو دا اوس عملاً روښانه نده.
ټرمپ وایي: “دا اوس هم حل شوې نده؛ خو خبرې پرې ډېرې نږدې شوې دي. دا یوه ډېره سخته مسئله ده.”
دواړو مشرانو دا هم روښانه نکړه، چې د جګړې له پای وروسته د اوکراین د امنیت د تضمین لپاره یې پر څه شي هوکړه کړې ده.
زیلینسکي دا موضوع “د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره بنسټیز پړاو” وباله.
نوموړي زیاته کړې؛ د سولې هر ډول تړون باید د اوکراین د پارلمان لهخوا تصویب شي یا هم د ټولپوښتنې له لارې ومنل شي.
ټرمپ ویلي؛ که دا کار د تړون د خوندي کېدو سبب کیږي، نو هغه به پارلمان ته هم وینا وکړي.
د زیلینسکي له لیدنې مخکې ټرمپ له پوتین سره خبرې کړي
له هغې لږ مخکې، چې زیلینسکي او د هغه پلاوی د ټرمپ فلوریډا مېشتې ماڼۍ ته ورسېږي؛ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ټیلیفوني اړیکه ونیوله. ټرمپ دا خبرې “ګټورې” وبللې او د کرملین د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف دا خبرې له “ملګرتیا ډکې” وبللې.
اوشاکوف په مسکو کې ویلي، چې پوتین ټرمپ ته وویل، چې د اروپایي اتحادیې او اوکراین لهخوا وړاندیز شوی ۶۰ ورځنی اوربند به جګړه اوږده کړي.
هغه زیاته کړې، چې اوکراین باید د دونباس په اړه “له نور ځنډ پرته” پرېکړه وکړي.
ټرمپ ویلي؛ هغه او پوتین له دوه ساعتونو زیاتې خبرې کړي او وایي: د روسیې ولسمشر ژمنه کړې، چې د ارزانه انرژۍ د برابرولو په ګډون به د اوکراین په بیارغونه کې مرسته وکړي.
ټرمپ ویلي: “روسیه غواړي اوکراین بریالی وویني. دا یو څه عجیبه ښکاري.”
کله، چې ټرمپ له پوتین ستاینه کوله؛ زیلینسکي سر لږ اړخ ته واړاوه او موسکی شو.
کرملین د ټرمپ د سولې له خبرو ملاتړ څرګند کړ.
د پوتین ځانګړي استازي کیریل دمیتروف د دوشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې ولیکل: “ټوله نړۍ د ولسمشر ټرمپ او د هغه د کاري ډلې د سولې هڅې ستایي.”
د اټومي بټۍ موضوع
د امریکا مذاکره کوونکو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د ګډ کنټرول وړاندیز هم کړی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هلته د برښنا د لینونو رغونه له هغې وروسته پیل شو، چې د ادارې په منځګړیتوب یو بل ځايي اوربند وشو.
ټرمپ ویلي، چې مذاکره کوونکو د دې بټۍ د راتلونکي په اړه پرمختګ کړی او دا بټۍ «نږدې سمدستي» بیا فعاله کېدی شي.
هغه دا هم ویلي؛ دا “یو لوی ګام” دی، چې روسیې پر دغو تاسیساتو بمبارډ ندی کړی.
د روسیې د اټکل له مخې؛ روسیه د کریمیا ټوله سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې ضمیمه کړه او د نږدې څلور کلونو جګړې وروسته یې د اوکراین شاوخوا ۱۲ سلنه خاوره نیولې ده. په دې کې شاوخوا ۹۰ سلنه دونباس، ۷۵ سلنه د زاپوریژیا او خرسون سیمې او د خارکوف، سومي، میکولایف او دنیپروپېتروفسک د سیمو ځینې برخې شاملې دي.
یوه ورځ مخکې له دې، چې زیلینسکي فلوریډا ته ورسېږي او له ټرمپ سره وګوري؛ روسي ځواکونو پر کیف او د اوکراین پر نورو سیمو د سلګونو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې د پلازمېنې په ځینو برخو کې یې برښنا او تودوخه پرې کړه.
زیلینسکي دا بریدونه د امریکا پر منځګړیتوب د سولې هڅو ته د روسیې ځواب وباله؛ خو ټرمپ د یکشنبې پر ورځ وویل، چې هغه باور لري پوتین او زیلینسکي دواړه سولې ته جدي دي.
د شنبې له هوایي بریدونو وروسته پوتین وویل که کیف ژر سولې ته مخه نکړي؛ نو مسکو به جګړه روانه وساتي. روسیې په وروستیو میاشتو کې جګړهییز پرمختګ لري او د یکشنبې پر ورځ یې د څو نورو میشت ځایونو د نیولو ادعا وکړه.
یکشنبې پر ورځ د ټرمپ او زیلینسکي د غونډې په یوه برخه کې د اروپایي هېوادونو مشران هم د ټیلیفون له لارې ګډونوال ول.
د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فون ډرلاین په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې “اروپا چمتو ده له اوکراین او له خپلو امریکایي شریکانو سره کار ته دوام ورکړي” او زیاتوي؛ قوي امنیتي تضمینونه “تر ټولو اړین” ارزښت لري.
د بریټانیا د لومړي وزیر کیر سټارمر ویاند ویلي، چې اروپایي مشرانو “پر پیاوړو امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ او د دې وحشي جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو بېړنۍ اړتیا یې بیا تکرار کړه.”
ویل کیږي، چې ټرمپ به له زیلینسکي سره له لیدنې وروسته یو ځل بیا له پوتین سره اړیکه ونیسي.
نړۍ
له برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
د سوریې ولسمشر په لندن کې د چاټهام هاوس فکري خونې پر کوربتوب ناستې ته ویلي: «سوریه به تر هغې له هر راز شخړې بهر پاتې وي، چې د هیڅ لوري لهخوا پر نښه نشي.»
د سوریې ولسمشر احمد الشرع څرګنده کړې؛ هېواد به یې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له جګړې تر هغې بهر پاتې وي، چې برید پرې ونشي او یا هیڅ ډیپلوماټیک حل شتون ونلري.
د سوریې ولسمشر په لندن کې د چاټهام هاوس فکري خونې پر کوربتوب ناستې ته ویلي: «سوریه به تر هغې له هر راز شخړې بهر پاتې وي، چې د هیڅ لوري لهخوا پر نښه نشي.»
هغه ویلي:« مونږ نه غواړو، چې سوریه د جګړې ډګر وي؛ خو له بدهمرغه نن چارې د عقل له مخې نهاداره کیږي. وضعیت بې ثباته او تصادفي دی.”
دا میاشتنۍ اوږده شخړه په ټوله سیمه کې خپره شوې؛ زرګونه کسان یې وژلي، د انرژۍ رسولو مخه یې نیولې او نړیوال اقتصاد یې د غورځېدا له خطر سره مخ کړی دی.
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا سوریه به د شخړې په لړ کې بېپرې پاتې شي؛ ویلي: « مونږ غواړو، چې سوریه له ټولې سیمې( لبنان، عراق، ترکیې، سعودي عربستان ) او نړیوالو قدرتونو(بریټانیا، فرانسې، جرمني او امریکا) سره بېزیانه او مثالي اړیکې ولري. زه فکر کوم، چې سوریه اوس د سټراټیژیکو اړیکو د جوړولو له وړتیا برخمنه ده.»
سوریې د روانې میاشتې په پیل کې زرګونه سرتېري له لبنان سره لویدیځې پولې او له عراق سره ختیځې پولې ته استولي.
د سوریې دفاع وزارت ویلي، چې د ځواکونو دا ځای پرځای کېدنه د «سیمهییزو شخړو د زیاتېدا په بهیر کې د سرحدونو د ساتنې او کنټرول» لپاره دا مو د هڅو یوه برخه ده.
د سوریې ولسمشر ویلي؛ « مونږ په پوره کچه جګړې لرلي. مونږ درنده بیه پرې کړې ده. مونږ د یوې بلې جګړې تجربې ته چمتو نهیوو.»
نړۍ
ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونهکړي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی؛ که ایران خپلې «نظامي ماتې» ونهمني، نو پر دغه هېواد به نور سخت بریدونه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونهکړي.
هغې زیاته کړې: «که ایران د اوسني وضعیت حقیقت ونهمني، چې له نظامي پلوه مات شوی؛ ولسمشر ټرمپ به ډاډ ورکړي، چې دا هېواد به له نورو سختو بریدونو سره مخ شي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه څلورمې اوونۍ ته دننه شوې او ورسره هممهاله ځینو حکومتونو لکه پاکستان، ترکیې او مصر د منځګړیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیل کړې دي.
دغه راز یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې د امریکا وړاندیز اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران تر ارزونې لاندې دی. که څه هم د ایران لومړنی ځواب منفي و؛ خو دغه هېواد اوس هم دا طرحه په بشپړ ډول نهده رد کړې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې دا ټینګار هم کړ، چې له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او دا یې «رغوونکې» وبللې؛ خو هغې هغه راپورونه، چې د جګړې د پای لپاره د امریکا د ۱۵ مادهاییزې طرحې په اړه خپاره شوي دقیق ونه بلل.
د جګړې د احتمالي پای ته رسېدا د راپورونو له خپرېدا وروسته د نړۍ د ونډو بازارونه یو څه ښه شول او د تېلو بیې هم راکمې شوې، ځکه پانګهوال هیله لري؛ دې جګړې، چې د نړۍ د انرژۍ عرضه ګډوډه کړې او د انفلاسیون په اړه اندېښنې یې زیاتې کړي باید پای ته ورسېږي.
نړۍ
په کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
دا الوتکه C-130 هرکولیس ډوله وه، چې د لاکهیډ مارټین لهخوا جوړه شوې او د غورځېدا پر مهال په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره ول.
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او څلور نور ورک دي، چې دا یوه مرګونې پوځي هوایي پېښه ګڼل شوې ده.
دا الوتکه C-130 هرکولیس ډوله وه، چې د لاکهیډ مارټین لهخوا جوړه شوې او د غورځېدا پر مهال په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره ول.
چارواکو ویلي، چې په اوتکه کې د هوايي ځواک ۱۱ پرسونل، ۱۱۵ پوځي سرتېري او دوه پولیس افسران سپاره ول.
دا حادثه هغه وخت رامنځته شوه، چې الوتکه له پیرو سره پولې ته نږدې د الوتنې په حال کې وه.
راپورونه ښیي، چې الوتکه د ځغاستې په پای کې له ستونزې سره مخ شوه او د هغې یوه وزر پر ونه ولګېد، چې له کبله یې چټکه راوغورځېده.
بیا الوتکې اور واخیست او د اور وژنې چارواکو څرګنده کړې؛ په الوتکه کې دننه ځینې چاودېدونکي توکي هم وچاودېدل، چې پېښه ورسره چټکه تر سره شوه.
د لرې پرتې سیمې اوسېدونکي هغه لومړني کسان ول، چې د ژغورنې لپاره راغلل؛ ټپیان یې پر موټرسایکلونو او لومړنیو تجهیزاتو خوندي ځای ته ولېږدول.
د پوځي ځواکونو له رارسېدا سره سم د ژغورنې عملیات روان وږساتل شول؛ خو د پېښې ځای ته لاسرسی ستونزمن و. په ټولیزه توګه ۵۷ ژوندي پاتې شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې د ۳۰ کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ټینګار کړی، چې د پوځ په عصري کولو کې ځنډ کولی شي د ځوانو سرتېرو ژوند له خطر سره مخ کړي.
دا ډول الوتکې، چې له ۱۹۵۰ لسیزې راپدېخوا کاري هڅې لري؛ د کولمبیا د اوږدې کورنۍ جګړې په بهیر کې یې سرتېري لېږدولي او له ۴۵۰زره څخه ډېرو هغو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
لوبی4 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
تازه خبرونه4 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي
-
تازه خبرونه3 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
