تازه خبرونه
له ماسک سره د آیفون چټکه پرانسته شونې شوه
د اپل ډېري کاروونکيو ته د کرونا له خوریدو سره سم پر څېره پېژندنه د ګرځند خلاصولو ستونزې راپورته کړې؛ خو اپل شرګت د چهارشنبې پر ورځ د iOS وروستي تازه معلومات خپاره کړل، چې ورسره یاده ستونزه له منځه ولاړه.
د CNN د څرګندونو له مخې؛ د iOS تازه معلوماتو د ګرځند کاروونکیو ته اجازه ورکړې، چې پرته له ماسک لیرې کولو د ګرځند پاسورډ وپېژني او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.
اپل شرکت د ګوګل په همکارۍ داسې یوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی، چې د ګرځند کاروونکي پرې پر کرونا ویروس له اخته کسانو سره له اړیکې خبروي.
دا ټکنالوژي به له دواړه شرکتونو سره په اوږدمهاله توګه مرسته وکړي، چې روغتیایي صنعت ته وردننه شي.
اپل د چهارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د دغې ټکنالوژۍ لپاره د امریکا په ګډون ۲۲ نورو هېوادونو غوښتنې کړي او په راروانو اوونیو کې به یې کچه له دې هم لوړه شي.
تازه خبرونه
د انډونیزیا سفیر د بامیان ولایت عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
د انډونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر ننډا آولیسټ د یوه پلاوي پر مشرۍ د بامیان ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او دې کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو پروګرامونو هدف مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او خبرتیا کچې لوړول او له وزګار وخت څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د خواله رسنیو او مجازي پاڼو پر کارولو او د وخت د تېرولو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر د انډونیزیا جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه له راتګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له کبله مننه او ستاینه وکړه.
هغه دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتابلوستنې د دود د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینهوالو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزناک ګام وباله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ډول ارزښتناک فرهنګي اقدامات د ټولنې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې مهم رول لوبولی شي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر هیله څرګنده کړه، چې د انډونیزیا جمهوریت او د افغانستان د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ، د کتاب نندارتونونو جوړولو، د مطالعې دودولو پروګرامونو د پلي کولو او د عامه کتابتونونو د ملاتړ په برخو کې اړیکې پراخه او په بامیان ولایت کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره ډېرې نورې زمینې برابرې شي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.
دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
