تازه خبرونه
له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په اړه د م.م راپور د اسلامي امارت او ولس پر ضد پروپاګند دی
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د هغه راپور په غبرګون کې، چې د ماشومانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي ۴ زره ۵۱۹ پېښې ثبت کړي ویلي؛ دا راپور ناسم او د نظام او ولس پر ضد تبلیغات دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي راډیو او ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې له بهر څخه خپاره شوي راپورونه ناسم دي؛ ځکه په وينا یې غواړي د دغو راپورونو پر خپرولو د افغانستان د نظام او خلکو پر ضد تبليغات وکړي او دوهيم دا، چې د دوی موخه له ماشومانو سره همکاري او خواخوږي هم نهده.
ذبیحالله مجاهد څرګنده کړې: که په رښتیا هم د ماشومانو خبره وای: د غرب او هغو هېوادونو د ناسمو سیاستونو په پایله کې، چې دغه بنسټونه یې تمویلوي؛ په فلسطین کې زرګونه ماشومان وژل کیږي، معیوبیږي، بې کوره کیږي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي ان دا بنسټونه ترې یادونه هم نهکوي او پر ځای یې د ماشومانو له دښمنانو ملاتړ کوي؛ ځکه، نو مونږ باید د دوی شعار په پام کې ونهنیسو.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د پخوا پر پرتله ښه شوی او وایي؛ د پخواني حکومت په ۲۰ کلن پېر کې ماشومان له زيانونو سره مخ ول، وژل کېدل، يتيمان شول، کورنۍ يې له لاسه ورکړې، په وېره کې یې ژوند کاوه او د ماينونو او چاودنو قرباني کېدل؛ خو اوس دا اندېښنه له منځه تللې او ماشومان خوندي دي.
نوموړي که څه هم منلې، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ټولو ماشومانو ته اړین خدمات رامنځته شوي نهدي؛ خو وایي، په دې برخه کې هڅې روانې دي.
مجاهد ویلي: هغو ماشومانو، چې سوال کاوه؛ وژغورل شول. هغو ماشومانو، چې په امنيتي ليکو کې يې کار کاوه؛ اوس یې مخه ونیول شوه او مونږ هڅه کوو هغو ماشومانو ته، چې سخت کارونه کوي؛ تعليمي مرکزونو ته یې د ورتګ زمینه برابره کړو او د سختو کارونو مخه ونيسو.
مجاهد په دې راپور کې پر ماشومانو د جنسي تېري ادعا هم رد کړې او څرګندوي: د اسلامي امارت په نظام کې پر ماشومانو جنسي تېری د تصور وړ نهدی او دا د اسلامي امارت پر ضد له تبلیغاتو پرته بل څه نهدي.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه24 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه22 hours agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
