Connect with us

تازه خبرونه

له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو خنډونو د لرې کولو هڅې کوو – سوداګرۍ وزارت

خپور شوی

د

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې یو شمېر خنډونه لرې شوي دي.

افغان چارواکي هیله من دي، چې له دې پرمختګ سره به پاکستان ته د افغانستان صادرات په راتلونکي کال کې دوه برابره شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند فواد احمدي ویلي؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نثار احمد غوریاني په مشرۍ هڅه کوي، چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لرې کړي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې، چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر نقیب الله ساپي ویلي: د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي په خپله وروستۍ ناسته کې هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ ټولې ستونزې حل او د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.

افغانستان او پاکستان د یو میلیارد دالرو پر ارزښت سوداګري لري؛ خو افغان چارواکي هیله من دي، چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه دالرو ته لوړ شي.

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارد دالرو پر ارزښت وه.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!