سوداگري
له ۷۷ نومي ترکي شرکت سره د بادي برښنا هوکړه لیک لاسلیک شو – د اوبو اوانرژُۍ وزارت
د اوبو اوانرژۍ وزارت او په افغانستان کې ۷۷ نومي ترکې شرکت ترمنځ د هېواد په جنوب غرب کې د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د هېواد په جنوب غرب حوزه کې له یوه تر کيي شرکت سره د ۲۰۰ میګاواته بادي برښنا د تولید هوکړه لیک لاسلک کړ.
د اوبو او انرژۍ وزیر وايي؛ افغانستان د انرژۍ د تولید په بېلا بېلو برخو کې لوړ ظرفیتو نهلري او هڅه کوي، چې هېواد د برښنا د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې تر کچې ورسوي.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور ويلي، چې د هېواد جنوب غرب حوزه د بادې انرژۍ د تولید پوره وړتیا؛ نو، ځکه یې له ۷۷ ترکيي شرکت سره د دې پروژې د تولیدولو هوکړه و کړه.
عبدالطیف منصوروایي: ۷۷ ترکيي شرکت په افغانستان کې د کار تجربه لري او په کندهار کې یې د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې کار کړی. دغه راز یې په هلمند کې د اوبو د انرژۍ د تولید کار کړی او اوس دادی د هېواد جنوب غرب کې د بادۍ انرژي د تولید چارې هم دې شرکت ته وسپارل شوې.
۷۷ ترکي شرکت مسوول سلیمان جیلیو وايي، چې په افغانستان کې له تېر نږدې لس کلونو راپدیخوا د انرژۍ د تولید په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې او هڅه کوي، چې په دې هېواد کې د انرژۍ د تولید په بهیر کې د اوبو او انرژۍ له وزارت سره نورې پروژې هم مخکې یوسي.
سلیمان جیلیو د ۷۷ ترکي شرکت عمومي رییس ویلي: مونږ د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د انرژۍ د تولید پروژې عملي کړي او هڅه کوو، چې نور هم له افغانانو سره کار وکړو او اسلامي امارت له خصوصی سکتور سره پوره همکاري لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له ټولو افغان پانګوالو غوښتي، چې راشي او په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په ګډون په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه9 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه10 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
