تازه خبرونه
لویدیځ باید په افغانستان کې له سترې لوبې ډډه وکړي – د م.م پخوانی چارواکی
د ملګرو ملتونو یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي، چې لویدیځ باید په افغانستان کې د سترې لوبې له سیاسته لاس واخلي او د دې هېواد خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخواني مرستیال مارک مالوک براون په یوه لیکنه کې، چې د سې شنبې پر ورځ بریتانوي ورځپاڼې فایننشال تایمز خپره کړې؛ څرګندوي، چې شاوخوا ۲۸.۸ میلیون افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې دا شمېر۱۸.۴ میلیون خلک ول.
هغه زیاته کړې، چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم د محدودیتونو په ګډون د بېوزلۍ او لوږې له پراخو بحرانونو څخه، چې دوی ته تر ټولو ډېر زیان رسوي؛ زیانمنې شوې دي.
د نوموړي د ټینګار له مخې: افغانستان یو ځل بیا منزوي شوی؛ له دیپلوماتیکې پېژندنې بې برخې دی، مرستو کمې شوي، له بندیزونو سره مخ او شتمنۍ یې کنګل دي. په امریکا او برتانیا کې ډېري غواړي، چې په دې هېواد (افغانستان) کې د خپلو سیاستونو پر ناکامیو خولې وګنډي.
هغه په ډاګه کړې؛ د افغانستان انزوا د جیو پولیتیک او سیمهییزو سیالیو د اوږدې دورې یوه برخه ده، چې پر پرلهپسې توګه د افغانانو په لومړیتوب کې پاتې راغلي دي.
د براون د څرګندونو له مخې: که دا د نیابتي جګړې پالیسي وي یا غفلت، یرغل یا ملاتړ، د حضور زیاتېدل یا کمول وي؛ خو بهرنیانو پر پرله پسې بڼه د افغانستان خلکو ته داسې زیان او تاوان رسولی، چې د دې تراژیدۍ راتلونکي پړاو ته پر لار اوارولو پای ته رسېدلی.
هغه ښیي، چې د افغانستان عامو خلکو ته لومړیتوب ورکول؛ له واکمن رژیم سره اړیکو ته اړتیا لري، ان که دا د امتیازاتو د بښلو پر معنا هم وي.
هغه زیاته کړې، چې له غربي قدرتونو، ګاونډیانو، اسلامي امارت او مدني ټولنې څخه جوړې شوې یوې ډلې ته اړتیا ده، چې هغه له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره یوه انساني ستراتیژي جوړه او په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ته د مرستو د بهیر پر ښه والی، رڼښت او د اوبو لګولو په برخو کې پانګونه وهڅوي.
هغه څرګندوي؛ د اړیکو دا ډله کولی شي د ټولشموله حکومتدارۍ د رامنځته کولو لپاره د اسلامي امارت له ساحې بهر لوبغاړیو سره خبرې وکړي.
براون دا ټینګار هم کړی، چې ټولې خواوې د افغانستان د سقوط په مخنیوي کې خپلې اړینې ګټې لري. هغه زیاته کړې: قحطي، د حکومت ناکامي او ان په افغانستان کې نوې شخړې به په پاکستان او سیمه کې د بې ثباتۍ او له هېواده د زیاتو کډوالو د تېښتې لامل شي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې: دا کار لویدیځ او نور مشران له یوه ساده غوراوي سره مخ کوي؛ د سترې لوبې پالیسي ترسره کړي او یا که یو ځل د افغانستان خلکو ته لومړیتوب ورکړي. د سترې لوبې سیاست مونږ له تېرو ۳۰ کلونو راپدیخوا هغه ځای ته رسولي یوو، چې په کې یوو؛ ځکه، نو یوه نوې کړنلاره له ډېره وخته ځنډول شوې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی22 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
