تازه خبرونه
مشرانو جرګه: افغان ولسمشر باید پوځ ته د پاكستان پر وړاندې د ورته عمل امر وركړي
مشرانو جرګې پر كنړ د پاكستاني پوځ د ځمكنيو او هوايي بريدونو په غبرګون كې له افغان ولسمشر څخه وغوښتل، چې پوځ ته د پاكستان پر وړاندې د ورته عمل امر وركړي.
د افغانتسان مشرانو جرګه په دې باور ده چې پاكستان د افغانستان پر وړاندې خپله تربګني او دښمني د دييلوماتيكو فشارونو له كبله نه پرېږدي او افغانستان بايد په دې اړوند جدي دريځ ونيسي.
له څو کلونو را په دېخوا پاکستاني پوځ د ډيورنډ له پورې غاړې د افغانستان پر خاوره پرلپسې بريدونه كوي.
دغه بریدونه د كنړ په ځينو ولسواليو متمركز دى. د تازه رپوټونو له مخې پاكستان د ځكمنيو بريدونو او توغنديو سربېره پر كنړ هوايي بريدونه هم كړي دي.
په مشرانو جرګه كې د كنړ استازى رفیع الله حیدریوايي، د پاكستاني پوځ په هوايي بريد كې په دانګام ولسوالۍ كې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۸ ټپيان شوي دي.
دوى له ولسمشر څخه غواړي، چې د پاكستان پر وړاندې بايد ورته عمل وشي. ځينو نورو بيا ويل، چې بايد ملګرو ملتونو ته احتجاجيه ليك واستول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر پر کنړ د هوایی او راکټی بریدونو له امله له پاکستان سره د جگړی د چمتووالی امر صادر کړی دی.
دا څرکندونې د ملی دفاع وزیر د ولسی جرګی په استجوابیه غونډه کې كړې دي.
تازه خبرونه
افغان پلاوی له پاکستان سره د خبرو لپاره چین ته روان شو
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
سرچینو د چارشنبې پر ورځ(د وري دولسمه ) آریانانیوز ته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د چین ارومچي ښار ته سفر کړی دی.
د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رییس محبالله وثیق کوي.
په پلاوي کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت او استخباراتو عمومي ریاست د بهرنیو اړیکو رییسان ګډون لري.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د پاکستاني پلاوي مشري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو نښتو دواړو خواوو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
اسلامآباد اسلامي امارت د هغو وسلهوالو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
کابل د اسلامآباد دا ادعا تل رد کړې او څرګندوي، چې د پاکستان روانه ناامني د دوی کورنۍ ستونزه ده.
تازه خبرونه
د پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
د سېشنبې پر ورځ د پېښور جرګې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانې نښتې ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
ګډونوالو ګډو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په نغوته او اشاره کې ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید ډیپلوماټیکو حللارو ته لومړیتوب ورکړي.
دوی دوه اړخیزې اړیکې ژورې وبللې او خبرداری یې ورکړ، چې د جګړې دوام به د یادې کرښې دواړو غاړو ته خلک اغېزمن کړي.
جرګې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړني اوربند او د پلي کولو غوښتنه وکړه او په یوه ګډ پرېکړه لیک کې یې له دواړو حکومتونو وغوښتل؛ ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د نړیوالو اصولو له مخې یې خاوره د یو او بل پر وړاندې نهکارول کیږي او دا غوښتنه پر بشپړ حکومتي واک پلې شي.
دوی ټینګار کړی، چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ ځکه، چې جګړه د حل لار نده او سوله متقابل درناوي او همغږي رامنځته کوي.
جرګې همدارنګه د اړیکو پر ښه کولو، باور رامنځته کولو او د یو بل پر اړتیاوو پوهېدا ته د متقابل احترام غوښتنه وکړه.
جرګې پالیسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ: محدودو ګټو ته دې اجازه نهورکوي؛ لوی ملي لومړیتوبونه، ګډ امنیت او د دواړو حکومتونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکې باید له ننګونو وژغورل شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې «سوله د پاکستان او افغانستان لپاره ترټولو لویه اړتیا ده.»
ویل کیږي، چې د جرګې غوښتنې هر اړخیز لوری خپلوي او د سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډیپلوماسۍ له لارې پر سوله او اوربند راڅرخیږي.
تازه خبرونه
په هرات کې د ۵.۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د مالګې د استخراج تړون وشو
د هدایت الله بدري د څرګندونو له مخې؛ دا ۱۵ کلن تړون دی او د هر ټن لپاره ۱۵۰۰ افغانی رویالټي په دې شرط ټاکل شوې، چې ټول قوانین او مسوولیتونه ومنل شي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
لوبی3 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
تازه خبرونه3 days ago«پاکستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی» – د امریکا کانګرس
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزې سوداګریزیزۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه به د مارچ په وروستیو کې جوړه شي
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي رفاه بنسټ د افغان- پاکستان کړکېچ د کمېدا او بېځایه شویو ته د مرستو غوښتنه وکړه

