Connect with us

تازه خبرونه

ملت دې نور هم متحد شي – سراج الدین حقاني

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هېواد له بهر میشتو افغانانو غوښتي، چې راستانه شي او ملت نور هم متحد کړي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سراج الدین حقاني د دوشنبې پر سهار ( د غبرګولي ۱۵ ) د بلخ ولایت له چارواکو، عالمانو او قومي مشرانو سره د دغه ښار د ولایت مقام په تالار کې وکتل.

سراج الدین حقاني دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: دښمنان د افغانانو د وېشلو لپاره ډېرې دسیسې جوړوي؛ خو دلته د تعصب ریښې هیڅکله ولسي نه‌وې، بلکې پردیو راته راوړي او یوازې سیاسي جنبه یې درلوده.

د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه، چې هېواد ووېشي؛ خو د شمال مجاهدينو او د ملي یووالي ژورو رېښو ثابته کړه، چې مونږ متحد ملت یوو. زمونږ واقعي حالت همدا دی، چې له پنجشېره د پکتیکا زلزله ځپلیو ته او له روزګانه د بدخشان د طبیعي افتونو له کبله اغېزمنو خلکو ته د مرستې لاسونه ور وغزېدل. زمونږ وحدت طبیعي دي، افغانان په عقایدو او باورونو کې ژورې رېښې لري.

په دې کتنه کې د بلخ ولایت مرستیال مولوي ابو ادریس نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ څرګنده کړې، چې دا د بلخ ولایت د مجاهدینو د سرښندنو او د الله تعالی د لوی فضل او رحمت پایله ده، چې مونږ مشران په خپل منځ کې وینو.

هغه زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي نظام په رامنځته کولو کې سترې قربانۍ ورکړي او اوس د نظام بقا د ایماندارۍ، صداقت او یووالي قربانیو ته اړتیا لري. مونږ یو ملت یوو او باید نور هم سره متحد شو.

د بلخ ولایت د عالمانو شورا رییس شیخ محمد سعد هاشمي په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي: امنیت ته په ټولو ادیانو، دولتونو او ولسونو کې لومړیتوب ورکړ شوی دی. د اوسني امنیت امتیازات اسلامي امارت ته منسوبېږي، باید د اسلامي امارت هڅې په ملي او نړیواله کچه وستایل شي.

سراج الدین حقاني د سخي صاحب د مزار د بیارغونې او د روضې د انګړ د دیني مدرسې لپاره د کتابتون په جوړولو کې د مرسته ژمنه وکړه. دغه راز د روضې په انګړ کې جوړ شوي تاریخي موزیم ته د کندهار والي حاجي وفا ځانګړې پاملرنه وستایل شوه او د ځینو ستونزو د حل لپاره یې له ځینو مشورې برخمن کړل.

د غونډې په پای کې کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ډاګه کړه: مونږ هغه مهال د حکومت واک تر لاسه کړ، چې هر څه ګډوډ ول، دغه جنجالي حالت مصروفه وساتلو؛ نو، له همدې کبله مې پر ځنډ د راتګ عذر ومنئ.

هغه افغانان، چې تبلیغاتو او پروپاګند وډار کړل، وطن یې پرېښود؛ بېرته دې راستانهٔ شي؛ ځکه دا وطن د ټولو ګډ او د امن کور دی.

دغه راز سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې د جهاد خاطرو ته په نغوته کې څرګنده کړه: د جهاد په پیل کې ډېرو خلکو د وسله‌والې مبارزې پر ځای د سازش د طریقو کارول راته پر ګوته کول، خو د مجاهدينو د قربانۍ او استقامت له کبله په ټولو ازمايښتونو کې بريالي شوو.

د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته د عمومي عفوې یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه: “امیر المومنین [د اسلامي امارت مشرتابه ] د سولې لپاره عمومي بښنه اعلان کړه او له بښنې وروسته که څوک سرغړونه وکړي؛ د شریعت له مخې ورسره چلند کیږي.

د کورنیو چارو وزیر همدا راز امنیتي ځواکونو ته د دسپلین د ساتلو سپارښتنه وکړه او ویې ویل، چې د نظام بقا په ښو اخلاقو کې نغښتې ده.

هغه مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه: د نظام بقا په ښو اخلاقو کې ده؛ قدرت او مقام کله کله په انسان کې تکبر او غرور پیدا کوي، په غرور کې د انسان عقل او فکر له منځه ځي. امیرالمؤمنین حفظه الله به راته ویل، چې له ښو اخلاقو پرته بل څه نه‌لرو او باید له خپلو ماتحتانو سره ښه چلند وکړو.

سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام هم ځواکونو او د بلخ چارواکو ته داسې په ډاګه کړ:

مجاهدینو ته مې پیغام دا دی، چې شپه او ورځ د ولس په خدمت کې اوسئ. حتا هغه مجاهدین، چې په رسمي توګه په دندو کې نه‌دي؛ د الله تعالی او رسول پر وړاندې مسوولیت لري، چې د نیکو اعمالو له لارې او پر لوړو اخلاقو د مجاهدت عالي صفاتو ته پابند پاتې شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې زمونږ نظام ټولګډونه دی، قومي مشرانو، عالمانو او نورو مسلکي کادرونو ته هم د خدمت په برخه کې زمینه برابره کړئ.

سراج الدین حقاني دا هم ویلي: عالمان زمونږ معنوي او روحاني رهبران دي او د هغوی په لارښوونه کې د دنیا او اخرت کامیابي نغښتې ده. زمونږ په ګټه او تاوان کې ولس را شریک دی.

هغه په پای کې په ډاګه کړه: د پردیو د فرهنګ له تسلط څخه د ځوانانو د ژغورلو لپاره باید خپل اسلامي او افغان فرهنګ او فکر ته وده ورکړو او داسې محبوب یې کړو، چې خلک یې پخپله ومني.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!