Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیتونه وځنډول

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راتوټه د سې‌شنبې پر ورځ فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: “ملګرو ملتونو او ملګرو ادارو نن د اسلام‌کلا په پوله کې خپل فعالیتونه له هغې وروسته وځنډول، چې پر افغان ښځینه کارکوونکو یې پر پوله نوي محدودیتونه ولګول شول. “

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو اعلان کړې، چې اسلامي امارت د افغان میرمنو پر کار د نویو محدودیتونو لګولو له کبله د اسلام‌کلا په پوله کې خپلې هڅې لنډمهاله ځنډولې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راتوټه د سې‌شنبې پر ورځ فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: “ملګرو ملتونو او ملګرو ادارو نن د اسلام‌کلا په پوله کې خپل فعالیتونه له هغې وروسته وځنډول، چې پر افغان ښځینه کارکوونکو یې پر پوله نوي محدودیتونه ولګول شول. “

هغه زیاته کړې؛ محدودیتونو “سمدستي عملیاتي ننګونې” او “د راستنېدونکو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره خطرونه زیات کړي دي.”

اسلام‌کلا د افغانستان او ایران ترمنځ یوه اړینه پوله ده، چې په ټوله کې له ایران څخه د افغان راستنېدونکو لپاره کارول کیږي.

د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې؛ له لارې د راستنېدونکو ۶۰ سلنې څخه ډېرې ښځې دي.

راټواټه ټینګار کړی: “د ښځینه کارمندانو له شتون پرته مونږ نشو کولی راستنېدونکو میرمنو او ماشومانو ته له درناوي ډکه بشري خدمات وړاندې کړو.”

اسلامي امارت په ۲۰۲۲ کال کې د نادولتي بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو د کار کولو بندیز ولګاوه او په ۲۰۲۳ کال کې یې دا محدودیت د ملګرو ملتونو تر ادارو هم وغځاوه. که څه هم ښځو ته په ځینو څانګو کې یا له لرې څخه د کار کولو اجازه ورکړ شوې؛ خو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې په تېرو دوه میاشتو کې له کوره کار کولو ته اړ ایستل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د روان کال له پیل راپدېخوا له ۱.۲ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته د ۲.۲ میلیون راستنېدونکو یوه برخه ده.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د اسلام‌کلا وضعیت “د ډله‌ییز انسانیت آزموینه” بللې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې ډېری راستنېدونکي په ځانګړي توګه ښځې بېوسۍ، زیان او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ

د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبة‌الله آخوندزاده په یوه پېنځه‌ماده‌ییز فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې یې اړوند محکمو ته وروپېژني.

د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، محکمې مکلفې شوې دي، چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.

دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې د هېواد پر لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او د قربانیانو شمېر هم لوړ دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نه‌لرو- امریکا

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نه‌کوي.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت د پانګونې د وړاندیز په اړه ویلي؛ واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نه‌لري او د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې به هم له دوی سره همکاري ونه‌کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نه‌کوي.

دا څرګندونې له هغې وروسته راغلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، بېخبناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي وه، چې اسلامي امارت له دا ډول پانګونو هرکلی کوي.

امیرخان متقي له «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت او امریکا اړیکې باید د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې پر بنسټ ونه‌ارزول شي او دواړه لوري باید پر راتلونکو همکاریو راوڅرخیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د چارشنبې پر ورځ له واشنګټن سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغان‌توکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

Published

on

د کالیفورنیا ایالت پخوانۍ افغان‌توکمې سناتورې عایشې وهاب د چارشنبې پر ورځ د امریکا د استازو په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه او د استازو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

عایشې له لوړې وروسته د خپلې پالنې له بهیر څخه تر کانګرس پورې د ژوندانه د سفر په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د یو شخص تېر ژوند د هغه راتلونکی نه‌ټاکي.

هغې ویلي:« زه کانګرس ته په داسې حال کې راغلم، چې له ځان سره مې د هغې پخوانۍ ماشومې د زړه درزا راوړې، چې د پالوونکو کورنیو په غېږ کې لویه شوې ده.»

عایشه وهاب د نیویارک د یوې افغان کډوالې کورنۍ له چاپېریاله نړۍ ته سترګې وغړولې او بیا د ماشومانو د پالنې د نظام تر چتر لاندې لومړی په نیویارک او وروسته کالیفورنیا فریمونټ ښار کې لویه شوې ده. هغې له دې مخکې د هی‌وارډ ښاروالۍ د شورا غړیتوب ترسره کړی او د کالیفورنیا د ایالتي سنا د لسمې حوزې استازې وه. وهاب د سویلي کالیفورنیا د پوهنتون د ټولنیزې مرستې په برخه کې دوکټورا لري.

عایشې په استازو جرګه کې د وینا پر مهال د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګندوي، د امریکا خلک د کورونو د بیو، ښاري خدمتونو، خوراکي توکو، زده‌کړو، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو له لوړېدا سره مخ دي.

هغې زیاته کړې:« لکه یوه سیاستواله موخه مې ساده ده: له تاسو ټولو سره یو ځای د امریکا د خلکو د خدمت لپاره؛ له ګوندي  تړاو پرته کار کول دي.»

د کالیفورنیا ډیموکراټې استازې زوئي لوفګرن وهاب د استازو جرګې په تالار کې معرفي کړه او د پالوونکو کورنیو تر سرپرستۍ لاندې د ماشومانو او زیان‌منو خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د هغې د مخینې او فعالیتونو یادونه وکړه.

لوفګرن ویلي:« نن هغې خپل نوم لکه یوه افغان‌توکمه غړې د استازو جرګې په تاریخ کې ثبت کړ.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!