Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته چمتووالی څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۱, ۱۴۰۰

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرس د سپټمبر د یوولسمې د شلمې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي، دا سازمان ټول افغانستان ته د د بشري مرستو په رسولو کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش په یوه خبري ناسته کې د افغانستان اوسنی وضعیت ناورین رامنځته کوونکی بولي او دې هېواد ته یې د پیسو لیږلو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د ورته وضعیت د مخنیوي لپاره بېلابېلې لارې ومومي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې په دې وروستیو کې یې درې اعشاریه پېنځه میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

نوموړی وایي: هغه څه، چې مونږ یې لیدونکي یوو؛ د داخلي بې ځایه شویو حیرانونکې پدیده ده، چې لږ تر لږه درې نیم میلیون خلک بې ځایه شوي، چې نیم میلیون یې په دې وروستیو کې بې ځایه شوي؛ ځکه، نو دمګړۍ مونږ پر همدې مسلې راڅرخو.

ملګري ملتونه د داخلي بې ځایه شویو خلکو مخ پر ډېریدونکي شمېر په اړه اندېښنه لري. که څه هم طالبانو ویلي، چې دوی ته د مرستندویه ادارو له خوا مرسته ورکړشوې؛ خو د دغه ولایت اوسیدونکیو دا تورونه رد کړي دي.

د پنجشېر یو شمېر اوسیدونکي د بشري مرستو د نشتوالي له کبله کابل یا ګاونډ ولایتونو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس وایي: ملا برادر، چې په نوي افغان حکومت کې یو له مهمو مشرانو څخه دی؛ له دې ټولو ادارو څخه خپل ملاتړ بیا تائید کړی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان پر ګاونډیانو هم غږ کړی، چې د اړتیا په صورت کې خپلې پولې د افغان کډوالو پر مخ خلاصې وساتي او کډوالو ته هلته پناه ورکړي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!