Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې له کمښت خبرداری ورکړ

اوچا OCHA دا هم پډاګه کړې، چې د تېر کال د بشري مرستو لپاره د ۳ میلیارډ ډالرو غوښتنه شوې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه شوه.

خپور شوی

د

humanitarian crisis afghanistan

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې که د بودجې د ترلاسه کولو لپاره بېړنۍ هڅې ونشي؛ نو په افغانستان کې به د بشري بحران د کمولو هڅې ناکامې شي.

اوچا OCHA دا هم پډاګه کړې، چې د تېر کال د بشري مرستو لپاره د ۳ میلیارډ ډالرو غوښتنه شوې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه شوه.

د OCHA د راپور په یوه برخه کې ويل شوي، چې: “د ۲۰۲۴ کال تر پایه، د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د خپلې ۳.۶ میلیارډ ډالرو غوښتنې یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه کړې وه. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال تر می پورې ۵۳ سلنې (۱.۶۳ میلیارډ ډالرو) ته لوړ شو او له ۲۰۲۳ کال څخه ۴۱۲.۵ میلیون ډالر نور اضافه شول. د اړینو برخو لکه اوبو، روغتیا او حفظ الصحې لپاره د بودجې نشتوالی، چې هر یو یې ۱۰ میلیون یا ډېر خلک پر نښه کوي؛ زیان منونکي یې زیات کړل او د ناروغیو د خپرېدو، خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ مړینې خطرونه ورسره زیات شول.”

د اوچا په دې نوي راپور کې راغلي: د تېر کال د بشري اړتیاوو او مرستو لپاره د افغانستان له غوښتل شويو ۳ میلیارډ ډالرو څخه ډېرې بودجې څخه یوازې ۴۷ سلنه د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې او ۵۳ سلنه، یا ۱.۶۳ میلیارډ ډالر د روان کال تر می پورې ترلاسه شوي دي.

دغه راز د اقتصاد وزارت د بشري مرستو دوام په داسې حال کې مهم ګڼي، چې افغانستان د ګاونډ هېوادونو، په ځانګړي توګه ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو له نوې څپې سره مخ دی او له نړیوالو ټولنو غواړي، چې افغانستان یوازې پرې‌نږدي او وضعیت کنټرول کړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او هېواد ته د دوی بېرته راستنېدو په افغانستان کې د بشري بحران د خطر په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. د اسلامي مرستو ټولنه، چې پدې وروستیو کې یې د اسلام‌کلا په پوله کې له ایران څخه د شړل شویو کډوالو د بېرته راستنېدو ارزونه ترسره کړې ویلي، چې د راستنېدونکو د سرپناه، روغتیایي خدماتو، خوراکي خوندیتوب، ساتنې، معیشت او تعلیم لپاره بېړنۍ اړتیاوې په افغانستان کې روان بشري بحران نور هم چټک کړی دی.

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.

دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.

سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نه‌شوې.

دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.

د سیګار دفتر تړل‌کېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!