نړۍ
ملګري ملتونه د امریکا پر مشرۍ د سولې په هڅه کې مرسته نهکوي – ټرمپ
ټرمپ د ملګرو ملتونو اتیایمې، خو ۱۹۳ کسیزې عمومي غونډې ته د نړیوالې سولې د رامنځته کوونکي په توګه د خپلو ادعاوو د تکرار تر څنګ وویل: “ما اووه جګړې پای ته ورسولې او ما د دغو هېوادونو له هر مشر سره اړیکه ونیوله؛ خو ما له ملګرو ملتونو څخه د مرستې او وړاندیز یوه ټیلیفوني اړیکه هم ترلاسه نکړه.
د رویټرز په یوه راپور کې راغلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه، چې د امریکا پر مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ نهکوي؛ خو بیا یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش ته ډاډ ورکړ، چې امریکا له دې نړیوالې ټولنې ۱۰۰ سلنه ملاتړ کوي.
ټرمپ د ملګرو ملتونو اتیایمې، خو ۱۹۳ کسیزې عمومي غونډې ته د نړیوالې سولې د رامنځته کوونکي په توګه د خپلو ادعاوو د تکرار تر څنګ وویل: “ما اووه جګړې پای ته ورسولې او ما د دغو هېوادونو له هر مشر سره اړیکه ونیوله؛ خو ما له ملګرو ملتونو څخه د مرستې او وړاندیز یوه ټیلیفوني اړیکه هم ترلاسه نکړه.
د ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه د څو اړخیزو بنسټونو په اړه د هغه د اوږدې مودې اندېښنه ښیي. هغه پرلهپسې د ملګرو ملتونو د نړیوالو بنسټونو؛ د اغېزمنتوب، لګښت او حساب ورکولو په اړه پوښتنې راپورته کړې او استدلال کوي، چې دوی ډېری وختونه د امریکا ګټو ته خدمت نهکوي.
ټرمپ په نیویارک کې د نړۍ د مشرانو کلنۍ غونډې ته د نږدې یو ساعت وینا پر مهال وویل.”د ملګرو ملتونو موخه څه ده؟ ملګري ملتونه پراخه وړتیا لري … خو دا حتا دې وړتیا ته هم نږدې شوې نده”.
هغه ویلي؛ ” ښکاري؛ دوی یوازې داسې یو لیک لیکي، چې خورا ځواکمنې کلمې ولري او بیا وروسته د هغه لیک پوښتنه هم نکوي. دا تشې خبرې دي او تشې خبرې جګړه نهحل کوي. یوازنی شی، چې جګړه او جګړې حل کوي عمل دی.”
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ په سږنۍ جنورۍ کې دفتر ته له ستنېدا راپدېخوا د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو له عمومي منشي ګوټرش سره ولیدل.
ټرمپ ګوټرش ته وویل: “زمونږ هېواد له ملګرو ملتونو سل په سلو کې ملاتړ کوي. شونې ده، چې زه ورسره کله ناکله مخالفت ولرم؛ خو زه یې په بشپړ ډول ملاتړ کوم، ځکه له دې بنسټ سره د سولې لپاره امکانات ډېر دي.”
ګوټرش هغه ته وویل؛ ملګري ملتونه ” بشپړ ستاسې په واک کې دي، چې د عادلانه سولې لپاره ګډ کار وکړئ.”
ګوټرش تېره اوونۍ له ملګرو ملتونو دفاع وکړه، چې “د سولې په منځګړیتوب کې خورا ځواکمنې هڅې لري … خو مونږ نه ګازره لرو او نه هم لرګی.”
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوازنۍ بنسټ دی، چې کولی شي بندیزونه ولګوي؛ خو دا د غزې او اوکراین په شخړو کې پاتې راغلې؛ ځکه، چې امریکا او روسیه د ویټو واک او ځواک لري.
ګوټرش خبریالانو ته ویلي: “امریکا ګازره او لرګی لري؛ ځکه که په ځینو شرایطو کې تاسې دا دواړه سره یوځای کړئ، فکر کوم، چې وکولی شوو دا ډاډ ترلاسه او خورا ګټوره لار ولرو، چې لږ تر لږه د سولې ځینې پروسې وکولی شي بریالۍ پایلې ته لار اواره کړي.”
ټرمپ غواړي، چې ملګرو ملتونو ته د امریکا بودجه راکمه کړي؛ د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا سره یې د امریکا ښکېلتیا وځنډوله، د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې د فلسطین لپاره د بودجې کنګل وغځاوه او د ملګرو ملتونو له کلتوري ادارې یونیسکو څخه ووت. هغه دغه راز د پاریس له اقلیمي تړون او د روغتیا نړیوالې ټولنې څخه د وتلو نیت هم لري.
د ملګرو ملتونو ټولنه سږکال په نغدي بحران کې ۸۰ کلن شوه او ګوټرش ورته د لارو په لټه کې دی …. واشنګټن د ملګرو ملتونو ترټولو لوی مرسته کوونکی دی؛ ورپسې چین د ملګرو ملتونو د ټولې بودجې ۲۲ سلنه او د هغې د سوله ساتو بودجې ۲۷ سلنه چمتو کوي.
ملګرو ملتونو ويلي؛ امریکا اوسمهال ټولټال ۲.۸ میلیارډ ډالر پوروړې ده، چې ۱.۵ میلیارډ ډالر یې عادي بودجه ده. دا تادیات داوطلبانه ندي.
رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ په طنزي توګه خپله یوه اندېشنه هم وښوده، چې هغه او لومړۍ میرمن ملانیا ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته پر لاره ول او برښنایي زینې او ټلهپرامپټر ناڅاپه کار بند کړ.
هغه وویل: “زه یوازې دومره ویلی شم؛ هغه څوک، چې ټلهپرامپټر اداره کوي له لویې ستونزې سره مخ دی او دا هغه دوه شیان دي، چې ما له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړل.”
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي؛ سپینې ماڼۍ پخپله ټلهپرامپټر اداره کړی. د ټرمپ د وینا له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بایربوک وویل؛ “د ملګرو ملتونو ټلهپرامپټرونه بشپړ کار کوي.”
