تازه خبرونه
ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه یوه بله نړیواله غونډه جوړوي
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مرستیال ویلي؛ په نږدې راتلونکي کې به د دې ټولنې پر نوښت د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې اسلامي امارت به یې اړینه برخه وي.
سکات سمیت دغه موضوع په کابل کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیالۍ د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره په کتنه کې راپورته کړې؛ خو هغه د دې غونډې ځای او وخت په ډاګه کړی نهدی.
د ریاست الوزراء د سیاسي دفتر د مطبوعاتي څانګې مسوول حسن حقیار په دې اړه ويلي: د یوناما استازي ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه یو لوی نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې له ۲۰ ډېر هېوادونه او نومیالي کسان به په کې ګډون وکړي او مونږ به هڅه وکړو، چې امارت هم ورته راوبلل شي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې دوی ته تر اوسه بلنه نهده رارسیدلې او کله، چې ورته بلنه ورکړ شي؛ بیا به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش پر مشرۍ د افغانستان په اړه د هېوادونو د ملتونو د استازیو په دوهیمه غونډه کې به ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: که د افغانستان اسلامي امارت ته بلنه ورکړ شي، طبعاً په کې ګډون کوي؛ خو داسې نهءښکاري؛ ځکه، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د رسمیت پېژندلو موضوع اوس هم پاتې ده او د افغانستان څوکۍ هم نهده سپارل شوې.
په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي راپور هم وڅېړل شي او په اړه به یې د نظر تبادله وشي.
فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه راپور چمتو کړی او د افغانستان په چارو کې یې د هېوادونو استازیو ته وړاندې کړی دی.
په دې اړه پوهانو ويلي، چې په لویو غونډو کې د افغان استازیو حضور اړین او ضروري دی.
د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړي کریم امین ويلي: دا غونډې د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره دي. د دې ناستو په دوهیم پړاو کې د طالبانو د اسلامي امارت د تنظیم د پلاوي نشتوالی به بې له شکه مثبت نه وي. له همدې کبله په هغو غونډو کې د طالبانو د پلاوي شتون یوه اړینه او پرېکنده مسله ده، چې د حل لار ورته پیدا کیږي او د افغانستان کړکیچ به په کې تر بحث لاندې ونیول شي.
انتونیو ګوترش د دې غونډې لومړی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا ترسره کړ. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت یو شمېر نور چارواکي بیا وايي؛ د افغانستان په اړه غونډې هغه مهال مثبتې پایلې لرلی شي، چې د اسلامي امارت استازی په کې وي او له قید، شرطه او فشار پرته وي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
