لوبی
نن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
انډونیزیا، چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د دوهیم ځل لپاره د دې سترې سیالۍ کوربتوب کوي؛ لوبې به په دوه لوبغالو کې ترسره شي او د سیالیو اتل به د سلواغې پر اتهلسمه / دفبرورۍ پر اوومه راڅرګند شي.
د۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام اتلسم پړاو نن (سېشنبه د سلواغې اوومه) د انډونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې پیلېږي او ۱۶ لوبډلې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره سیالۍ وکړي.
انډونیزیا، چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د دوهیم ځل لپاره د دې سترې سیالۍ کوربتوب کوي؛ لوبې به په دوه لوبغالو کې ترسره شي او د سیالیو اتل به د سلواغې پر اتهلسمه / دفبرورۍ پر اوومه راڅرګند شي.
دا سیالۍ د جاکارتا په نړیوال ولوډروم لوبغالي کې پرانیستل کېږي، چې د لومړۍ لوبې پر مهال به په B ګروپ کې تایلنډ (د فیفا درجه: ۱۱) له لبنان (د فیفا درجه ۵۴) سره ولوبیږي.
دا لوبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ پیلېږي.
د ورځې په بله لوبه کې ویټنام (۲۰) چې په ۲۰۱۶ کال کې یې څلورم مقام خپل کړی و؛ له کویټ (۴۰) سره سیالي کوي.
دغه راز د انډونیزیا په ارینا لوبغالي کې د A ګروپ سیالۍ د سهار پر ۱۱:۳۰ پیلېږي، چې عراق (۳۷) به له قرغیزستان (۴۳) سره ولوبېږي.
کوربه هېواد انډونیزیا (۲۴) به د مازیګر پر ۴ بجو د خپلو مینهوالو پر پیاوړي ملاتړ د سویلي کوریا (۵۷) پر وړاندې میدان ته ورودانګي.
له هغو لوبډلو څخه، چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي؛ افغانستان دی، چې پر ۲۰۲۴ کال یې د لومړي ځل لپاره په فوټسال نړیوال جام کې ګډون وکړ او تر یو پر څلورمه پایلوبې پورې ورسېد. دا د افغانستان په آسیا فوټسال ملتونو جام کې دوهیم ګډون دی.
افغانستان د دې سیالیو په غوراوي پړاو کې د خپلې ډلې لومړي مقام ته ورسېد. دې لوبډلې د مالډیف پر وړاندې خپله بریا ۱۰پر۱ پیل کړه او بیا یې د میانمار پر وړاندې پر ۸پر۰ بریا سره خپل صعود یقیني کړ.
افغانستان، چې یو ځل بیا د پیاوړو لوبډلو تر څنګ درېدلی؛ د چارشنبې پر ورځ د جنورۍ پر اتهویشتمه د سهار پر ۹:۳۰ د D ګروپ په لومړۍ لوبه کې د سعودي عربستان (۴۵) پر وړاندې، چې دا یې څلورم ګډون دی، سیالۍ پیلوي. دا لوبه به د جاکارتا په نړیوال ولوډروم لوبغالي کې ترسره شي.
وروسته پر هماغه ورځ ایران (۵) چې د اوسني اتل په توګه او یوازنی هېواد دی، چې هیڅکله له درې غوره لوبډلو څخه ندی پاتې شوی؛ د خپلې څوارلسمې اتلولۍ د ګټلو په لټه کې د مالیزیا (۷۰) پر وړاندې سیالۍ پیلوي.
سره له دې ننګونو افغانستان به بېوېرې ډګر ته وردانګي. دې لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د ګروپي پړاو پر مهال پر ایران، چې مدافع اتل و؛ سخت فشار راوړ، چې دا د آسیا په فوټسال کې د افغانستان چټک پرمختګ څرګندوي.
د افغانستان د لومړي ځلېدونکي شتون له کبله تمه ده، چې دا لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د انډونیزیا په سیالیو کې هم تر حذفي پړاو پورې ورسېږي.
له بلېخوا جاپان (۱۳) چې په ۲۰۲۴ کال کې ناڅاپه له ګروپي پړاو څخه حذف شوی و؛ په C ګروپ کې به د چارشنبې پر ورځ د ماسپښین پر ۳ بجو د اسټرالیا (۵۱) پر وړاندې ولوبېږي.
همدارنګه، ازبکستان (۲۲) چې څلور ځله پایلوبې ته رسېدلی؛ ماښام به پر ۷ بجو د تاجکستان (۴۷) پر وړاندې سیالي وکړي.
آریانا ټلویزیون به په اندونیزیا کې د ۲۰۲۶ کال آسیا فوټسال ملتونو جام سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
-
تازه خبرونه4 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه3 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه3 days agoچین په ایران کې د جګړو د بندېدا او د افغانستان ـ پاکستان د کړکېچ د سمدستي کمېدو غوښتنه وکړه
-
نړۍ4 days agoد ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
-
تازه خبرونه5 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل
-
تازه خبرونه3 days agoملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
-
لوبی4 days agoد افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
