د هوا حالاتو بدلونونه
نوي دیلي د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د موټرو کارول محدودوي
رویترز راپور ورکړی، چې د هند په پلازمېنه نوي دیلي کې به راتلونکې اوونۍ د هوا د مخ پر زیاتېدونکي ککړتیا د مخنیوي لپاره د موټرو کارول محدود کړي؛ ځکه، چې له تېرو درې پرلهپسې ورځې لپاره د خطر کچه راټیټه شوې نهده.
د هند د چاپېریال ساتنې وزیر ويلي: د ککړتیا د زیاتوالي له کبله به په ډیلي کې د موټرو پر ګرځېدا محدودیتونه ولګول شي.
په دې توګه به په طاق ورځو کې د طاق نمبر پلیتونو او د جفت نمبر هغو لرونکیو موټرو ته په جفت ورځو کې د تګ اجازه ورکړشي.
رویترز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په نوي دیلي کې د هوا ککړتیا د پرلهپسې درېیمې ورځ پورې خطرناکه بڼه لري.
د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره سم د ښوونځیو رخصتۍ د لړم تر ۱۹مې پورې غزول شوې دي.
په هند کې ځایي چارواکو ویلي، چې دوی به د نومبر له ۱۳ څخه تر ۲۰ پورې دوه ګوني قانون پلي کړي، چې د ککړتیا کچه راټیټه شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوهانو له دې مخکې ویلي وه: دغه قانون، چې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا څو ځلې له بدلونونو سره پلی شوی، د سړکونو د ګڼه ګوڼې په کمولو کې ډېر اغېزمن دی؛ خو د ککړتیا په کمولو کې ډېر غېزمن نهدی.
په دې ښار کې د هوا کیفیت د دوشنبې پر ورځ (د لړم پر ۱۵ نېټه) په پرلهپسې توګه د درېیمې ورځې لپاره د اندېښنې وړ و، چې دا په پاکستان کې له لاهور وروسته د نړۍ دوهیم تر ټولو ککړ ښار شو.
دغه راز د هند د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۱۴نېټه) د دولتي پروژو ودانیزې چارې ځنډولی او دیلي ته یې د لاریو او درندو موټرو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.
د Down Two Airs مجلې د یکشنبې پر ورځ د ۲۵ څېړنیزو مطالعاتو تحلیل وښودله، چې د هوا خراب کیفیت د ټیټ وزن زېږونونو، له وخت څخه مخکې زیږون، مړ زیږون، د پراختیا ځنډ، په ماشومانو کې د ودې محدودیت او حتا مړینې سره تړاو لري.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په روان ژمي کې له عادي حالت څخه د لږ ورښت، لوړې تودوخې او د واورو له سخت کمښت سره مخ وي؛ دا وضعیت کولی شي کرنه، د اوبو سرچینې او د خوړو خوندیتوب ډېر اغېزمن کړي.
د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.
د راپور له مخې؛ له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غرنیو سیمو کې د واورو زېرمې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، چې دې چارې د راتلونکي کال په پسرلي کې په ځانګړي توګه د غنمو د کرکېلې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې راپارولې دي.
په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې د وچکالۍ دوام کولی شي د للمي غنمو کرنه وځنډوي، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او مالدارۍ ته زیان ورسوي. همدارنګه میلیونونه کسان ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اقلیمي وضعیت د دقیق څار غوښتنه کړې او د دې کړکېچ د پایلو د کمولو لپاره یې د بېړنیو مرستندویو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د هوا حالاتو بدلونونه
په ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د اوبو له ډېر بد ناورین سره مخ دی؛ چارواکو ویلي؛ که وچکالي دوام وکړي، نو د تهران ۱۰ میلیوني ښار به ډېر ژر له خلکو تش شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
هغه د دې ناورین پړه د تېرو حکومتونو پر ناسمو پالیسیو، اقلیمي بدلون او ډېرې کارونې اچولې ده.
کارپوهانو ويلي، چې د کلونو ناسم مدیریت، غیرقانوني څاه کېندنې او د بندونو بې پاملرنې جوړولو د اوبو په رسولو کې چټک کمښت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې تر اوسه د خلکو د لاریونونو کومه نښه نهلیدل کیږي؛ خو د اوبو کمښت پر کورنیو او د ایران زیانمن شوي اقتصاد پوره فشار راوړی دی.
د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تهران په پېنځه بنسټیزو بندونو کې د اوبو کچه تقریبا نیمایي شوې او د امیر کبیر بند یوازې ۸ سلنه ډک دی. په ټول هېواد کې ۱۹ لوی بندونه بشپړ وچ شوي دي.
په لویو ښارونو لکه مشهد او اصفهان کې اوسیدونکي د اوبو له ټیټ فشار، پرله پسې بندېدا او اغېزمن مدیریت نشتوالي څخه اندېښمن شوي؛ خو چارواکي وايي، چې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړوالی د اوبو د تبخیر علت دی.
د دغه ناورین د حل لپاره حکومت د اوبو د فشار کمولو، له نورو بندونو څخه د اکمالاتو لېږدولو او د شخصي زیرمو کارولو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي؛ خو ډېری ښاریان وايي، چې دا اقدامات کافي ندي.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اندېښنه څرګنده کړې: سره له دې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی؛ خو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته ونهبلل شو، چې ټاکل شوې دوشنبه په برازیل کې پیل شي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دې ادارې نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان له نړیوالو اړوند صندوقونو مالي او تخنیکي مرسته نده ترلاسه کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حقونه وپېژني او د افغان پلاوي لپاره په داسې غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې راغلي: “دې کنفرانس او نورو غونډو ته د افغان پلاوي نهبلل دا ثابتوي، چې ملګري ملتونه د اقلیم بدلون په اړه د افغانانو د حقونو په ډاډمنولو کې نړیوال عدالت نه مراعتوي. د افغانستان خلک حق لري، چې پخپل ګډون له خپلو اړوند حقونو دفاع وکړي.”
د یادونې ده، چې افغانستان تېر کال په آذربایجان کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
