تازه خبرونه
نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر ښاري بېخبناوو پانګونه وکړي – ملګري ملتونه
نن (یکشنبه د تلې دیارلسمه) یوانهبیتات په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا پانګونه کولی شي د افغانستان ښارونه د نفوسو د بدلېدونکي بهیر پر وړاندې له مقاومت برخمن کړي؛ د ښاري خدمتوو وړتیاوې لوړې او د پرلهپسې پرمختګ لپاره لار اواره کړي.
د کور جوړولو نړیوالې ورځې په درشل کې د ملګرو ملتونو د کورجوړولو پروګرام (یوانهبیتات) ښارونو ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې له پام وړ زیاتوالی راپور ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان پر ښاري بېخبناوو او بنسټیزو خدماتو پانګونه وکړي.
نن (یکشنبه د تلې دیارلسمه) یوانهبیتات په ایکس پاڼه کې لیکلي: دا پانګونه کولی شي د افغانستان ښارونه د نفوسو د بدلېدونکي بهیر پر وړاندې له مقاومت برخمن کړي؛ د ښاري خدمتوو وړتیاوې لوړې او د پرلهپسې پرمختګ لپاره لار اواره کړي.
د دې بنسټ د احصائیو له مخې؛ ډېری راستنېدونکي په ښاري سیمو کې ژوند کوي، چې د هېواد پر چټکې ښاري ودې او محدودو ښاري خدماتو یې فشار رامنځته کړی دی.
کارپوهانو ويلي، چې د افغانستان ښاري نفوس په تېرو دوه لسیزو کې د پام وړ وده کړې؛ کابل، چې یو وخت له یو میلیون څخه د لږ خلکو ښار و اوس د اټکل له مخې پېنځه میلیون اوسیدونکي لري.
په هرحال د پرلهپسې نړیوال مالي ملاتړ نشتوالی او د هېواد روانې اقتصادي ننګونې د بېخبناوو د عصري کولو هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایطو ښه کول به نه یوازې لرې پرتو سیمو ته ګټه ورسوي، بلکه په پراخه سیمهییز ثبات او پراختیا کې به هم مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه5 days agoسراجالدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له مشر سره وکتل
