Connect with us

سوداگري

نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ هڅه کوي د هېواد تازه میوو ته بازار موندنه وکړي، چې په دې توګه تازه میوې د نړۍ بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې شي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ویاند وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د صادراتو کچه د تېر پر پرتله لوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام  جواد آخوند زاده وایي؛ مونږ په دې روستیو کې سلګونه ټنه د تېر کال را پاتي انار او مڼې قزا قستان او ځینو نورو هېوادو نو ته صادر کړي او د تازه میوو د صادارتو لپاره اړوند تدابیر نیول شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د نړۍ بېلابېلو اروپايي او آسیايي مارکیتونو ته د هېواد تازه میوې وروسوي.

دوی زیاتوي، چې افغان سوداګر اوس هم  د بانکي اړیکو او ویزو د ستونزو له کبله نه‌شي کولی په نړیوالو مارکیتونو کې مستقیم  فعالیت تر سره کړي.

د کرني او مالدارۍ خونې د بهرنیو اړیکو مسوول امید حیدري وایي؛ مونږ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادارت کوو، خو د افغانستان په نامه نه‌کیږي. زمونږ هیله داده که زمونږ د ویزي ستونزه حکومت اواره کړي؛ صادرات به مو نور هم ز یات شي.

سر کاریګر محمد هارون وایي: مونږ له بامیان، کاپیسا، او پروان څخه خاص زردالو راوړي او ټولې روغتیايي خواوې په نظر کې نیول شوي او دا به لو مړۍ ټولګه وي، چې صا دره شي.

بل  لورته بیا د هندواڼو سوداګر او بزګر د مارکیت له نه‌شتوالي سره مخ دي او وایي؛ که د هېواد هندوانو ته مناسب مارکیت پیدا نه‌شي د هېواد بزګرو ته به ستر مالي زیان واوړي.

د هندوانو پلورونکی حاجي محمد وایي: له فراه نه تر کابله د یو من هنداوڼې کرایه ۴۰ افغانۍ ده او مونږ دلته یو من هندواڼه پر ۵۰ افغانیو پلورو؛ بزګر او سوداګر دواړه په تاوان کې دي. له حکومت هیله لرو، چې زمونږ ستونزه په نظر کې ونیسي.

د اقتصادي  چارو کار پوهانو ویلي؛ که د هېواد د صادراتو کچه د سیمي او نړۍ مارکیتونو ته منظمه تر سره شي؛ نو له دې سره به د هېواد بزګر او سوداګر د پام وړ ګټه تر لاسه کړي.

سوداگري

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغان– قزاق اقتصادي فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د تولیداتو نندارتون او د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

دغه هوکړه‌لیکونه کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي په سفر کې، چې د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال یې مشري کوله؛ لاسلیک شوي دي.

 
Continue Reading

سوداگري

د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Continue Reading

سوداگري

ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

Published

on

د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځواب‌ورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.

دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.

د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.

یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!