تازه خبرونه
نږدې یو پر درېیمه برخه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري – ملګري ملتونه
دغه راز دې ټولنې ویلي، چې له ۱۰ میلیون ډېر خلک له غیر صحي او ناامنه سرچینو څخه کار اخلي.
ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.
دغه راز دې ټولنې ویلي، چې له ۱۰ میلیون ډېر خلک له غیر صحي او ناامنه سرچینو څخه کار اخلي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې له یو څه بدلون سره – سره، دا ناورین پر کلیوالي خلکو په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو پراخ فشار راوړي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې دوی ژمن دي، چې د لاندې ستونزو په اړه مبارزه وکړي:
✔ د جګړې او وچکالۍ له کبله د اوبو ویجاړو شويو بنسټونو د خوندي کولو او بیا رغولو لپاره مبارزه وکړي.
✔ تر ۲۰۲۶ کال پورې له ۵ میلیون څخه زیاتو افغانانو ته د روغتیا او حفظ الصحې د خدماتو ښه کول او پراخول.
✔ د اوبو سرچینو د دوامداره مدیریت لپاره د لرې پرتو سیمې د خلکو د ظرفیت لوړول.
تازه خبرونه
افغان سوکوهونکی د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور د یونان محکمې ته حاضر شو
یو افغان وګړی، چې په یونان کې د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور نیول شوی؛ د آتن محکمې ته حاضر شوی دی.
۲۶ کلن شریف احمدزی، چې د افغانستان سوکوهونکی هم دی؛ نن سهار د آتن د لومړنۍ محکمې د څارنوالۍ دفتر ته ولېږدول شو.
د سکاټلینډۍ وګړې الیزابټ جین راس جسد د جولای پر اتهلسمه د آتن د یوه پرېښودل شوي کور په یوه بکس کې موندل شوی و.
د محکمې غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې او تورن ته د محکمې لهخوا مدافع وکیل وټاکل شو. ټاکل شوې، چې هغه د نورو اورېدنو لپاره د پنجشنبې پر ورځ بیا محکمې ته حاضر شي.
احمدزی د عمدي وژنې، غلا او د وسلو اړوند سرغړونو پر تور نیول شوی دی.
د یونان پولیسو ویلي، تورن لومړی د وسلو د ناقانونه ساتلو پر تور نیول شوی و؛ خو وروسته څارنوالۍ پرې د عمدي وژنې او غلا تورونه هم ولګول.
څېړونکي ادعا کوي، چې نوموړي د راس له مړینې وروسته د هغې د بانکي کارتونو پر کارولو له بانکي حسابونو څخه له ۱۰ زره یورو ډېرې پیسې ایستلې دي.
پولیسو ویلي، تورن منلې، چې د راس جسد یې لېږدولی؛ خو د هغې وژنه ردوي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، څېړونکو هغه مهال تورن وپېژاند، چې د هغې پرېښودل شوې ودانۍ شاوخوا د څار کمرې وکتل شوې؛ هغه ودانۍ، چې د راس جسد په کې دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.
چارواکي همداراز ادعا کوي، چې د راس له مړینې وروسته تورن د هغې له ګرځنده ټیلیفون څخه د هغې ملګرو او د کورنۍ غړیو ته پیغامونه لېږلي او وروسته یې ټیلیفون بند کړی دی.
یوناني رسنیو هم راپور ورکړی، چې تورن وروسته بل ټیلیفون اخیستی او په آتن کې یې د راس ملګرو، د خپلې مېرمنې په ګډون ته د یوه ناپېژانده«جهادي» پر نوم پیغامونه استولي او په ناسم ډول یې د راس د مړینې مسوولیت د هغې د مذهب له کبله منلی دی.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، د تورن مېرمن هغه مهال شکمنه شوه، چې مېړه یې کور ته ستون نهشو، او وروسته یې د هغه د ټیلیفون له لارې هغه اپارتمان وموند، چې راس له ترورکېدا مخکې په کې اوسېده.
د دې پېښې په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان وضعیت بحراني دی او بیا سمون ته اړتیا لري- زلمی خلیلزاد
خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د زنداني کېدو د درېیمې کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې ویلي؛ اصلي پوښتنه دا ده، چې آیا د نوموړي زنداني کېدا پاکستان ته ګټه رسولې او که نه؟
خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پوښتنې ځواب«پر څرګنده منفي» دی.
هغه زیاته کړې، د پاکستان اقتصاد په ټینګ وضعیت کې نهدی او حکومت یې د بېړنۍ مالي مرستې په لټه کې دی.
خلیلزاد ویلي، بلوچستان د بشپړ بغاوت پړاو ته داخل شوی، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر له تاوتریخوالي سره مخ دی او خیبر پښتونخوا هم ورته وضعیت لري.
خلیلزاد زیاته کړې، د بهرني سیاست په برخه کې هم ناکامۍ لیدل کېږي او د پاکستان اړیکې له افغانستان او هند سره خرابې شوې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان عمومي وضعیت«بحراني» دی او دغه هېواد «بیا سمون» ته اړتیا لري؛ هغه څه، چې پر خبره یې کورنۍ پخلاینه او کورنی جوړجاړی هم رانغاړي.
تازه خبرونه
غړي هېوادونه اوسمهال د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په لټه کې نهدي -ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سېشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.
-
تازه خبرونه2 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion3 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی3 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا3 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
نړۍ3 days agoاسپانیا ته د کډوالو د ورتګ مرګ او ژوبله ۷۲ ته لوړه شوه؛ اروپايي ټولنه د ګډ اقدام غوښتونکې شوه
