سیمه ییز خبرونه
نیپال د Gen Z د وژل شوو د جنازو دولتي مراسم ترسره کړل
مقامات ارشد حکومتی، از جمله وزیر انرژی کولمن غشینگ و وزیر امور داخله و عدلیه اوم پراکاش آریال، در این مراسم حضور یافته و شخصاً اجساد قربانیان را با بیرق ملی پوشاندند.
د جنازې مراسم د د مهاراج ګنج د تدرسي پوهنتون روغتون له اړوند سیمې پیل شول، چې مړي په کې د طبي کتنو لپاره ساتل شوي وه او بیا د پلازمېنې له بېلابېلو لارو پشوپټی آریاګاټ ته ولېږدول شول.
د لارې په اوږدو کې په زرګونه خلک د درناوي لپاره راټول شول؛ جسدونه، چې پر ملي بیرغ پوښل شوي وه پر رسمي بڼه د حکومت لهخوا د درناوي وړ قربانیان وپېژندل شول، چې ځوان نسل د نیپال د ننګوونکې ډیموکراسۍ د سیاسي فعالانو له تېرو نسلونو تر څنګ دروي.
د روغتون په انګړ کې کورنیو له خپلو خوږاخوږو؛ تنکيو ځوانانو، د پوهنتون زدهکونکو او ځوانو کارګرانو سره، چې عمرونه یې له ۱۳ څخه تر ۲۸ کلونو پورې ول؛ پر له اوښکو ډکو سترګو مخه ښه وکړه، چې د سپټمبر پراتمه یې په پیل شوي تاریخي پاڅون کې یې خوږ ژوند له لاسه ورکړ. دا لاریونونه د ټولنیزو رسنیو د محدودولو پر علت د حکومت د هڅو په غبرګون کې ترسره شول.
لوړ پوړو حکومتي چارواکو د انرژۍ د وزیر کولمن غشینګ او د کورنیو چارو او عدلیې وزیر اوم پرکاش اریل په ګډون په دې مراسمو کې ګډون وکړ او پخپله یې د قربانیانو جسدونه پر ملي بیرغ وپوښل.
له هغو لس قربانیانو څخه، چې پر جسدونه یې دا مراسم ترسره شول؛ څلور یې په پشوپتی ناتھ کې ښخ شول. په داسې حال کې، چې شپږ نور یې د نیپال د پوځ د چورلکو پر مټ بېرته خپلو پلرنیو ټاټوبو ته د ښخولو لپاره یوړل شول.
حکومت اعلان کړی، چې د شهیدانو هرې کورنۍ ته به د ۱.۵ میلیون روپیو تاوان ورکړ شي، چې په کې ۱ میلیون روپۍ د تاوان په توګه او ۵۰۰ زره روپۍ د جنازې او اړوند لګښتونو لپارهځانګړې کیږي.
دا مرسته به د کورنیو چارو وزارت او سیمهییزو حکومتي واحدونو له لارې ووېشل شي. ټپیانو ته وړیا طبي درملنه هم ورکړل شوې او د قربانیانو لپاره د یادګار پارک جوړولو پلان هم تصویب شوی دی.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ په دې لاریونونو کې ۷۲ کسان وژل شوي او له ۲۳۰۰ څخه ډېر ټپیان دي، چې ۲۸۳ یې اوس هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. دا معلومات د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د نښتو شدت ښیي او وړاندیز کوي: دا غورځنګ، چې په لویه کچه د نیپال له ډیجیټل او ټولنیزو رسنیو سره تړلي نسل لخوا رهبري کیږي؛ له یوې لسیزې څخه په ډېرو کلونو کې د هېواد ترټولو لوی سیاسي بحران ګرځیدلی دی.
د قربانیانو درناوی د ځوانانو دا تاریخي پاڅون د نیپالي مبارزو سره نښلوي؛ د ۱۹۹۰ لسیزې د ډیموکراسۍ پلوه مبارزو څخه تر ۲۰۰۶ تر غورځنګ پورې، چې سیاسي ګوندونو تنظیمول؛ خو د هغو پر پرتله دا غورځنګ هغو ځوانانو، چې ژوند یې له ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو تړل شوی و؛ رامنځته کړ. پرته له دې، چې کوم مشر یې تر شا وي؛ چټک پېښ شو او د کارموندنې او انسان درناوي له غوښتنې سره مخ پر مخ ولاړ.
سیمه ییز خبرونه
ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمهییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ
د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آیآرآیبي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمهییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.
د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آیآرآیبي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.
باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمهییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.
که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نهده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.
دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمهییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.
سیمه ییز خبرونه
د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سېشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې منل شوې نهوي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونهکړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلامآباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.
د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.
قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نهشي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نهوي پوره کړي.
دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونهشي.
رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیتالله مجتبی خامنهیي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونهلېږدول شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.
اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران لهخوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.
سیمه ییز خبرونه
په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زدهکوونکي مړه شوي دي.
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.
په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بېکیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.
د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زدهکوونکي مړه شوي وه.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځهپوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ5 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoتحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
تازه خبرونه4 days agoد سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
-
څار4 days agoڅار: د ژمې د رارسېدو په درشل کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو چمتووالی
