سیمه ییز خبرونه
هراتي نجونو په خپل هنري نندارتون کې یو شمېر آثار نندارې ته وړاندې کړل
په هرات کې يو یوشمېر نجونو د ښوونکي د ورځې په مناسبت د انځورګرۍ او خطاطۍ له سل ډېر آثار نندارې وړاندې کړل.
دوی وايي، چې د کارونو پر وړاندې یې کوم خنډ نشته؛ خو هیله من دي، چې وکولی شي خپل هنري آثار په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي.
د هراتي نجونو یوې ۱۵ کسیزې ډلې، د عصري سبک انځورګرۍ او خطاطۍ شاوخوا ۱۰۵ آثار نندارې ته وړاندې کړل.
دوی وايي، موخه یې له دې نندارتون څخه د انځورګرۍ د هنر اړتیا او د ښځینه زدکوونکیو او هنرپالو نجونو د وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي.
انځورګره الناز فروتن ویلي: مونږ د ښوونکي د ورځې په مناسبت نندارتون جوړ کړی، ځکه که ښوونځي تړلي وي؛ بیا هم د خپلو ښوونکیو او زدکړو په اړه فکر کوو او دا زمونږ حکومت ته یو پیغام دی، چې په هر ډول شرایطو کې مونږ افغان نجونې خپل هنر ته روان ساتو.
د انځورګرۍ استاد عبدالکریم ارباب زاده وایي: د نندارتون موخه دا ده، چې مونږ د هنر په برخه کې نور هم مخکښ شو، چې دا نرونه هیر نشي. موږ وکولی شول، چې د دغو میرمنو لخوا د هرات په کچه د خطاطۍ او د عصري انځورګرۍ او نویو آثارو په ترکیب کې خپله انځورګري تنظیم کړو.
دغو ښځينه زدکوونکیو خپل هنري آثار په نوې بڼه پنځولي او هر يو يې ځانګړی پيغام لري.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ډاډ ورکوي، چې د هنر خاوندانو پر وړاندې هیڅ راز خنډونه نشته او دوی هڅه کوي، چې په ملي او نړيوالو نندارتونونو کې د هنر د خاوندانو د ګډون لپاره زمينه برابره کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څرګنده کړې؛ د هنر له خاوندانو او د هغوی له آثارو هرکلی کوو او هڅه دا ده، چې د هرات لرغونی هنر له هېواده بهر نړۍ ته هم وښو دل شي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني وایي: انځورګري، خطاطي او ښکلي هنرونه هغه ارزښتناکې هنري هڅې دي، چې په لرغوني هرات کې تاریخي سابقه لري او دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده، چې دې هنر ته پاملرنه وکړي.
دغه ځوانې نجونې د کار او زدکړو چاپېریال رامنځته کولو ته په طمع دي، چې وکولی شي خپلې هنري پنځونې روانې وساتي.
هنر غوښتونکې کوثرعمر وایي: که څه هم مونږ لږ څه محدودیتونه لرو؛ خو هنر مو د پخوا په څېر روان ساتلی. مونږ هیڅکله نه دریږو؛ خو د پخوا په څېر کار کوو او خپل هنري کارونه رامنځته کوو.
دوی داراز ټینګار کوي، لکه څنګه چې په دې نندارتون کې د دغو بېلابېلو آثارو په پنځولو کې د نجونو رول څرګند دی، په کار ده، چې هلکان او نجونې د خپلو زده کړو دوام ته هوډمن واوسي.
هنرغوښتونکې صاعقه جمشیدي وایي: نن مو د اسلامي هنرونو آثار تنظیم کړل. زمونږ ټول آثار عصري کرښې او انځورګري ده، ټولې هنري مینه والې مو نجونې دي؛ ځکه، چې غواړو نجونو ته انګېزه ورکړو او په اوسنيو حالاتو کې خپلې لاسته راوړنې ولري.
په دې وروستيو مياشتو کې تل په هرات کې د هنر بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي؛ خو د هنر خاوندان هيله لري، چې وکولی شي په نړيوالو نندارتونونو کې بهرنيو هېوادونو ته د هرات ارزښتناک هنر ور وپېژني.
د هېواد دغه هنري څېرې له حکومته غواړي، چې په نړیوالو پروګرامونو کې یې پنځونې وړاندې او ورته د ګډون زمينه برابره شي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.
د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ مادهیي طرحې پلي کول وي.
د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو لهخوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.
جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بېباورۍ وروسته د واشنګټن او اسلامآباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.
کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.
منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.
دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.
شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.
کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمهییزو پایلو خبر وي.
د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلامآباد کولی شي د سولهساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”
په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
