تازه خبرونه
هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نهدی- سینیرلي اوغلو
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د کورنیوچارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې اوغلو د افغانستان د روان وضعیت د ارزونې په اړه ویلي: د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسېدلی، چې هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نهدی.
دغه راز فریدون سینیرلي اوغلو د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زدهکوونکیو د زدهکړو پر وړاندې د محدودیت له منځه وړل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کېدل د ټینګار وړ ټکي یاد کړل.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ اوغلو په افغانستان کې د قانون تطبیق، ډاډ من امنیت، د کرنیزو چارو وده او بیا رغونې او د بنسټیزو پروژو پلې کول د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ښکاره بېلګې یادې کړې دي.
اوغلو وایي: یوناما له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا، بیا رغونې او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لیواله ده.
همدارنګه له اوغلو سره په لیدنه کې سراج الدین حقاني ویلي: د نړیوالې سولۍ تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بېپرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی او په دې برخه کې باید لازم ګامونه اوچت شي؛ نړیواله ټولنه او بنسټونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر همغږۍ او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي او ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسوول غړي یاد کړل او ټینګار کوي، چې له پامه غورځول یې نباید مطرح وي.
سراج الدین حقاني دا ټینګار هم کړی، چې د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلي؛ د باور جوړونې پړاو دوام لري، پر یو بل د اعتماد کچه لوړه شوې او د یو منظم او متحد هېواد په توګه په هره ساحه کې د بیارغونې چارې روانې دي. اوسنی نظام د ټولو افغانانو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو پر ګډه همکارۍ به چارې پر مخ ځي.
ویل کیږي، چې په هېواد کې د نشهیي توکو پر وړاندې روانه مبارزه بریالۍ ده؛ حکومت تر دې دمه په دې برخه کې کامیاب دی. دا، چې مخدره توکي د ټولو ملتونو لپاره یو لوی ګواښ دی؛ نو مبارزه هم باید ورسره د ټولو له لوري ترسره او بزګرانو ته د بدیل معېشت ترڅنګ مرستې او همکارئ رامنځته شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ12 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه6 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
