تازه خبرونه
ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک
ښاغلی ولسمشره! هیله من یم، چې دا لیک تاسې ته ورسيږي. زه به د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله ته هم ورته لیک ولیږم.
زه ویاړم، چې د خبرو او د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ د بیاکتنې فرصت مو راکړ؛ ستاسو او ستاسو د ملګرو اندونو زمونږ بیاکتنې ته ارزښت ورکړی دی.
زه نن تاسې ته لیکم او له اوسني وضعیته مو خبروم؛ هغه بېړنی غوراوی، چې زمونږ په مخکې پروت دی او بېړني مدیریت، چې جوبایډین او زه به یې په راتلونکیو اوونیو کې له تاسې وغواړو. که څه هم زمونږ د تګلارې بیاکتنه وروستۍ شوې نده؛ خو لومړنیو پایلو ته رسیدلي یو، چې د ګډو ګټو پرمخ وړلو غوره لار د سولې خبرو ګړندۍ کولو لپاره هر ډول هڅې کول دي، چې ښکېلې خواوې د ژمنو تر سره کولو لپاره راټولې کړو.
د دې لپاره، چې دایمي او هراړخیز اوربند ته ورسیږو؛ مونږ به سمدستي له ګوندونو، له سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو سره د لوړې کچې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړو، چې ټولې مسلې پوره او ګړندۍ په پام کې ونیول شي:
لومړی- مونږ غواړو، چې ملګرو ملتونه د روسیې، چین، پاکستان، ایرا، هند او امریکا د بهرنیو چارو وزیران او استازي راټول کړي، چې د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره پر یوه ګډ چلند خبرې وکړي. زه باور لرم، چې دا هېوادونه د یو باثباته افغانستان لپاره ګډې ګټې لري او مونږ باید کار وکړو، چې دې موخې ته ورسیږو.
دوه یم ـ ولسمشر جو بایډن او ما له استازي خلیلزاد څخه وغوښتل، چې خپله اړینه دنده روانه وساتي، تاسو او طالب مشرانو ته د همکارۍ لپاره یو لیکلی پلان چمتو کړي، چې موخه یې د خبرو ګړندی کول دي، چې حل لارې او اوربند ته د رسیدو لپاره پیل شوې دي. دا پلان پر اندونو راڅرخي، چې د سولې د لارې نقشه ده او محب له ویلسن سره ترې یادونه کړې ده. د دغو سندونو له شریکولو مو نیت دا ندی، چې پر لوریو یو څه ومنو. دا سندونه اسلامي جمهوریت او طالبانو ته اجازه ورکوي، چې سمدلاسه لاندې دندې تنظیم کړي: الف ـ هغه اساسي اصول، چې راتلونکی اساسي قانون او د افغانستان د حکومت کولو لار ټاکي. ب – د نوي او ټولګډونه حکومت لپاره د لارې نقشه او شرایط چمتو کوي. ج ـ د تلپاتي او هر اړخيز اوربند رامنځته کېدل. زه له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې جوړوونکي دریځونه خپل کړئ او له استازي خلیلزاد سره پرې خبرې وکړئ.
درېیم – مونږ به د ترکیې له حکومته وغواړو، چې په راتلونکیو اوونیو کې د دواړو لوریو د غونډې کوربتوب وکړي، چې د سولې تړون وروستی شي. زه له تاسې او یا ستاسو له واک لرونکي استازي څخه غواړم، چې په دې ناسته کې د اسلامي جمهوریت له نورو استازیو سره ګډون وکړي.
څلورم – مونږ به ستاسې د نظر له مخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې د راکمولو لپاره هڅې وکړو، چې د افغانستان خلکو ته د نه منلو وړ زیان اړوي او سولې ته د رسیدو لپاره ژورې هڅې زیانمنوي. مونږ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ۹۰ ورځنی تعدیل وړاندیز کړی، چې موخه یې د طالبانو د پسرلنيو بریدونو مخنیوی دی او په ورته وخت کې زمونږ له ډیپلوماتیکو هڅو سره سم د ګوندونو ترمنځ له سیاسي هوکړه لیک ملاتړ کوي. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې د استازي خلیلزاد لخوا د وړاندیز شوی مثبت وړاندیز ارزونه وکړئ.
زما پر اند د اسلامي جمهوریت په لیکو کې راټولېدل د هغه سخت کار لپاره اړین دی، چې ورته اړتیا ده. لکه څنګه، چې تاسې او هېوادوال مو پوهیږئ؛ د ۱۹۹۰ کال په لومړیو کې د افغانستان د مشرانو تر منځ اختلافات ناورین رامنځته کوونکي وه او مونږ باید اجازه ورنکړو، چې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړو. د ملي پخلاینې عالی شورا له مشر عبدالله سره ستاسې ګډ کار او د سولې لپاره د یوې بلې متحدې جبهې د جوړولو لپاره له پخواني ولسمشر کرزي او استاد سیاف سره ستاسې همکارۍ ښه زیری لري. زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له دې څلور کسيزې ډلې سره مشورې وکړئ، چې افغانان ټولګډونه او ارزښتمن بولي او په دې توګه له طالبانو سره د اجماع رامنځته کولو، د حکومتدارۍ ، ځواک شریکولو او اړینو ملاتړیو اصولو په اړه خبرې وکړي. ټول پیغامونه، چې خلکو ته ورکول کیږي باید د هوکړې او یووالي ښکارنویي وکړي. مونږ به د امریکا د کار د پرمخ بیولو لپاره په دې لار کې له ټولو هڅو کلکه ملاتړ وکړو.
زه باید دا په ډاګه کړم، چې په واشنګټن کې زموږ د پالیسۍ بهیر روان ی او امریکا تر دې دمه کوم غوراوی نلري. مونږ پلان لرو، چې د می تر لومړۍ خپل ټول ځواکونه وباسو؛ ځکه، چې مونږ نور غوراوي هم په پام کې لرو. ان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ستاسو ځواکونو ته د امریکا دوامداره تمویل. زه اندېښمن یم، چې په افغانستان کې به امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان به وکولی شي سمدلاسه ډېرې سیمې ترلاسه کړي. اجازه راکړئ په ډاګه کړم؛ هیله من یم، چې په دې لیک کې د لیکل شوي کار په اړه زما پر ټینګار پوهیدلي یاست.
مونږ به له تاسې سره د شریک په توګه کار کولو ته دوام ورکړو.
په درنښت
انتوني بلینکن
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه3 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
