Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ له شرط پرته د ایران د تسلیمۍ غوښتنه وکړه

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د چارشنبې پر سهار په لومړیو دوه ساعتونو کې د ایراني توغندي د اسرائیل پر لوري توغول شوي او په تل ابیب کې د چاودنو غږ اوریدل شوی دی.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران او اسرائیل د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي اته‌ویشتمه ) پر یو بل نوي توغنديز بریدونه پیل کړل. په داسې حال کې، چې د دواړو اوږدمهاله دښمنانو ترمنځ هوايي جګړه شپږمې ورځې ته ننوتې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د بې قید اوشرطه د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د چارشنبې پر سهار په لومړیو دوه ساعتونو کې د ایراني توغندي د اسرائیل پر لوري توغول شوي او په تل ابیب کې د چاودنو غږ اوریدل شوی دی.

اسرائیل د تهران په سویل لویدیځ سیمه کې اوسیدونکو ته ویلي؛ له سیمې دې ووځي، چې د دوی هوایي ځواک د ایران پوځي تاسیسات پر نښه کړي.

د ایراني خبري اوبپاڼو ویلي، چې اسرائیل د پلازمېنې په ختیځ کې د ایران د پاسدارانو پر پوهنتون برید کوي.

ایراني خبري اوبپاڼو ویلي، چې اسرائیل د هېواد په ختیځ کې د ایران د پاسدارانو پوهنتون او تهران ته نږدې د خجیر بالسټیک توغندیو پر تاسیساتو برید کوي، چې په تېر اوکټوبر کې هم د اسرائیلو د هوايي بریدونو لخوا پر نښه شول.

د امریکا د ملي استخباراتو د رییس دفتر ويلي، چې ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو زیات بالسټیک توغندي لري.

ایران وایي، چې د دوی بالستیک توغندي د امریکا، اسرائیل او نورو بالقوه سیمه‌ییزو اهدافو پر وړاندې ساتونکی او غچ اخیستونکی ځواک دی.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خبرداری ورکړ، چې د امریکا صبر مخ پر خلاصېدو دی. په داسې حال کې، چې هغه ویلي؛ د اوس لپاره د ایران د رهبر آیت الله علي خامنه‌یی د وژلو هیڅ اراده نشته. د هغه دا څرګندونې د ایران پر وړاندې د یرغلیز دریځ ښکارندویي کوي؛ ځکه، چې هغه د امریکا د ښکېلتیا  په اړه غور کوي.

هغه په ​​ټروټ پاڼه کې لیکلي: “مونږ پوهیږو، چې تش په نامه ‘ رهبر’ چېرته پټ دی.” “مونږ به هغه له منځه ونه‌باسو (ووژنو!) لږ تر لږه د اوس لپاره نه … زموږ صبر مخ پر پای ته رسېدو دی.”

درې دقیقې وروسته ټرمپ ولیکل، ” بې شرط تسلیمېدل!”

یوې سرچینې، چې له داخلي بحثونو سره بلد ده ویلي، چې ټرمپ او د هغه ډله له اسرائیل سره د درېدو او د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو د غوراویو په اړه غور کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ د سې‌شنبې پر ماسپښین له ملي امنیت شورا سره د ۹۰ دقیقو لپاره هم ولیدل، چې د شخړې په اړه بحث وکړي. جزئیاتو ته تر دې دمه لاسرسی نشته.

د ځینو راپورونو له مخې؛ د خامنه ای اصلي پوځي او امنیتي سلاکاران د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي، چې د هغه داخلي کړۍ یې تشه کړې او د سټراټیژیکو غلطیو خطر یې لوړ کړی.

د فارس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د ایران مشران د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راپدېخوا اوس له ترټولو خطرناک امنیتي سرغړونو سره مخ دي. د هېواد د سایبري امنیت قومندانۍ چارواکي د مخابراتي وسیلو او ګرځنده ټیلیفونونو له کارولو څخه منع کړي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیل د ایران د ډیجیټل بنسټونو پر وړاندې “لویه سایبري جګړه” پیل کړې ده.

اسراییل د جمعې پر ورځ د ایران پر وړاندې خپله هوايي جګړه پیل کړه، چې تر دې دمه یې تر ټولو لویه جګړه وه. له هغې وروسته، چې وویل شول اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د پراختیا په درشل کې دی.

ایران د اټومي وسلو غوښتنه ردوي او د سوله‌ییزو موخو لپاره د اټومي ټکنالوژۍ حق ته یې اشاره کړې ده.

اسرائیل، چې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي NPT غړی ندی؛ په منځني ختیځ کې یوازنی هېواد دی، چې باور کیږي اټومي وسلې لري. اسرائیل دا نه رد کړې او نه یې تائیدوي.

نتنیاهو ټینګار کړی، چې هغه به تر هغه وخته پورې شاته نشي، چې د ایران اټومي پراختیا غیر فعاله شوې نه‌وي.

په داسې حال کې، چې ټرمپ وايي؛ اسرائیلي برید پای ته رسیدلی شي که ایران د بډاینې په اړه له سختو بندیزونو سره هوکړه وکړي.

د اسرائیلو د برید له پیل مخکې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې، د ۳۵ هېوادونو د حکومتونو بورډ، ایران له نږدې ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو د نه خپریدو مکلفیتونو څخه سرغړونه اعلان کړه.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې د سې‌شنبې پر ورځ وویل، چې د اسرائیلو برید په مستقیم ډول د نطنز تاسیساتو کې د ځمکې لاندې غني کولو تالارونو ته ورسېد.

اسرائیل وايي، چې اوس د ایران پر هوايي حریم کنټرول لري او په راتلونکو ورځو کې د کمپاین د پراخولو نیت لري؛ خو اسرائیل به د امریکا له مرستې پرته ژورو ښخ شويو اټومي سایټونو ته د ضربې ورکولو لپاره مبارزه ونشي کړی.

 دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو د ۲۲۴ کسانو د مړینې راپور ورکړی، چې ډېری یې ملکي وګړي دي. په داسې حال کې، چې اسرائیل ویلي، چې ۲۴ ملکي وګړي یې وژل شوي دي. د دواړو هېوادونو اوسیدونکي ایستل شوي یا تښتیدلي دي.

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌یي طرحې پلي کول وي.

د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو له‌خوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.

جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بې‌باورۍ وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.

کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.

منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.

دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.

شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.

کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمه‌ییزو پایلو خبر وي.

د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلام‌آباد کولی شي د سوله‌ساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”

په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!