Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره وسله واله جګړه نه‌غواړي – شهباز شریف

خپور شوی

د

د دوشنبې پر ورځ په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د پاکستان له هوايي بريدونو وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې اسلام‌آباد به له پولې هاخوا هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.

هغه د چارشنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي: مونږ به په هیڅ ډول شرایطو کې د پولو هاخوا هیڅ ډول ترهګري ونه زغمو.

شریف ټینګار وکړ، چې د پاکستان پولې د ترهګرۍ پر وړاندې سره کرښه ده او “تروریزم باید له منځه یوړل شي.”

په تېر کال کې پاکستان په پرله‌پسې توګه د افغانستان اسلامي امارت د تروریستي ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ملاتړ تورن کړی او په ځلونو یې له اسلامي امارته غوښتي، چې د دې ډلې پر وړاندې جدي کړنې ترسره کړي او د هغوی مشران پاکستان ته وسپاري.

اسلامي امارت د پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، هېواد یې نه غواړي، چې له افغانستان سره په وسله‌واله جګړه کې ښکېل شي.

خواجه اصف له VOA سره په خبرو کې ویلي، چې ځواک وروستۍ لاره ده؛ مونږ نه‌غواړو، چې له افغانستان سره وسله‌واله شخړه وشي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي: که افغان طالبان (سلامي امارت) له مونږ سره د دښمن په څېر چلند روان وساتي بیا؛ نو ولې مونږ هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟! ځکه دلته ترهګرۍ ډېره وده کړې ده. که د افغانستان طالبان (امارت سلامي) د هغې ډلې، چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ مخه ونه‌نیسي مونږ به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان سوداګریزه لار وتړو.

دغه راز د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني وزیر خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان بل برید وشي؛ پاکستاني پوځیان به پر افغانستان برید وکړي.

جان اڅکزي په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی؛ افغانستان ته مو دمخه خبرداری ورکړی، چې که وسله‌ډوال له افغانستان څخه بریدونه روان وساتي؛ نو افغانستان ته له ننوتلو پرته بله چاره نه‌ویني او پاکستان به د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.

دا په دایې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د پاکستان هر اقدام به ورته غبرګون ولري او افغانستان چمتو دی، چې د پاکستان د ګواښونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د افغانستان د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق ويلي، هیڅوک افغانان نشي ګواښلی او دوی چمتو دي، چې له خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زیات شو، چې پاکستان د دوشنبې پر سهار ( د کب اته‌ویشتمه ) د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې هوايي بریدونه وکړل، چې د پنځو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دغه هوايي برید په غبرګون کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستان سره فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځ سرحدي پوستې پر درندو وسلو وویشتې او مر او ژوبله یې وروادوله.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

Published

on

چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرله‌پسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.

هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.

هغه زیاته کړې؛ چین د سیمه‌ییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.

دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرله‌پسې ګواښ دی.

هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!