Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان د ننګرهار پر بېلابېلو ولسوالیو توغندي توغولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان دیورند کرښې ته نږدې د ننګرهار د درې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

پاکستانیو ځواکونو د ننګرهار د نازیانو، اچین اولال پورې ولسوالیو پرکلیو توغندیز بریدونه کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په درې اوونیو کې له پورې غاړې څخه پر یادو ولسوالیو له سل ډېر توغندي ویشتل شوي، چې په کې دوه ماشومان وژل شوي، دوه ټپيان دي او سلګونه کورنۍ د بریدونو له کبله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

دوی له حکومت مرسته غواړي.

د ننګرهار استوګن اسماعیل هوتک وایي، د پاکستان توغندیز بریدونه اوس هم په وقفه يي ډول راروان دي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیم یار  او نورو غړیو ننګرهار ته پخپل سفر کې د پاکستان د بریدونو غندنه کړې.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلیم یار وايي، پاکستان هڅه کوي له ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي؛ افغان خاوره ناامنه او حکومت تسلیم کړي.

سناتورانو خبرداری ورکړ، چې که پاکستان بریدونه بند نه کړي؛ پر ضد به یې ولسي پاڅون وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لوی درستیز د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره کابل ته راغلی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د ادارو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

 د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون د اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او همداراز د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو او د خصوصي سکتور لوړپوړو چارواکو ګډون کړې و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناستې کې د بهرنيو چارو وزارت تر څنګ د کليو د بيا رغونې او پراختيا، اقتصاد، ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا، مهاجرينو او راستنېدونکیو چارو، کرنې او مالدارۍ، اوبو او برښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، پوهنې، شهداوو او معلولينو وزارتونو، د ښارواليو د چارو د انسجام رياست، کابل ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې ملي ادارې لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي مرستو د مسوولينو تر څنګ په افغانستان کې میشتو د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو (OCHA،  WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO، ILO، UNFPA، WHO، UNODC ) مسؤولينو، نړيوالو بنسټونو (IRC، INTERSOS، NRC، ACBAR، DACAAR، ACF) او د خصوصي سکټور لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو استازو د لومړيتوبونو د شريکولو او همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې غونډه کې ويلي، چې، له نړيوالو مرستو څخه د پوره ګټې پورته کولو لپاره اړينه ده، چې د مرستو او وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پرمختيايي برخې مسوول او د يوناما مرستيال انډريکا رټواټي د ملګرو ملتونو فعاليتونو ته د کتنې تر څنګ ويلي، چې ملګري ملتونه پدې کار کوي، چې د مرستو نوعيت د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستو ته راواړوي او هغه ساحې  مشخصې کړې، چې د ملګرو ملتونو مرستې به پرې راڅرخي.

د ناستې په پای کې له طبيعي پېښو په ځانګړي توګه په هېواد کې له وروستيو سیلابونو څخه د اغېزمنو شويو هېوادوالو اړتياوو ته د چټکې رسېدنې، د همکارۍ او همغږۍ د روحيې پر ساتلو او زياتولو، له بشري مرستو څخه پراختیايي مرستو لور ته د حرکت او پر موضوعاتو د پراخ بحث لپاره د تخنيکي ميکانيزمونو پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

چين مولوي عبدالکبیر ته په ټرانس – هیماليا ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د چارشنبې پر ورځ (  د غویی شپږویشتمه ) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبید سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړه، چې په ټرانس – هیمالیا فورم په غونډه کې ګډون وکړي.

په دې کتنه کې لومړی د چین سفیر له اسلامي امارت سره د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار څرګند کړ او څرګندوي، چې د دواړو لوریو همکاري او متقابلې اړیکې د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.

ژاو شينګ ویلي؛ د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو او په ځانګړي توګه د امنيت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاريو ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین د خلکو جمهوریت له همکاریو مننه کړې او وایي، چې اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه امنیت او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د سیمه‌ییزو مسایلو، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولوبوي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجینګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله او څرګندوي، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت ويلي؛ د تورخم لار به د پاکستان له لوري د ۳ ورځو لپاره د ناروغانو او مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

عبدالجبار حکمت ویلي، چې دغه لار به د جمعې له ورځې ( د غویی اتویشتمه) څخه تر یکشنبې ( د غویی دېرشمه ) پورې د ناروغانو او مسافرو پر مخ تړلې وي.

هغه زياته کړې، چې دغه سوداګريزه لار به ٢٤ ساعته پرانيستې وي او د بار‌وړونکیو موټرو تګ راتګ او د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد به روان وي.

حکمت زياته کړې، چې د ناروغانو او مسافرو پر مخ د دې لارې د بندېدو لامل له پخوانۍ ودانۍ څخه نوې ودانۍ ته د پاکستان د سرحدي دفترونو لېږدول دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!