Connect with us

تازه خبرونه

پر احکامو له حکم کولو سره د فتنو دروازې تړل کیږي – د اسلامي امارت رهبر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د هرات د عالمانو شورا مسوولانو ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې « د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږيږ»

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۸, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت رهبر هبة‌الله آخوندزاده وايي، چې « د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرمانونو له پلي کولو سره د فتنو دروازې بندیږي او د شریعت د پلي کولو لپاره لار خلاصه او اسانه کیږي».

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د هرات د عالمانو شورا مسوولانو ته د وینا پر مهال زیاته کړې، چې « د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږيږ»

په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی: « همداسې د خلکو د مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړئ، د خلکو ترمنځ اختلافات او بدۍ ختمې کړئ».

هبة‌الله آخوندزاده وایي: « څلور کاله کیږي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته؛ نو په‌کار دي، چې علماء له همدې موقع څخه استفاده وکړي او د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي.»

په دې غونډه کې د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له پیغمبرانو وروسته د انسانیت د اصلاح مسوولیت د عالمانو پر غاړه دی او عالمان دنده لري، چې د دین ساتنه وکړي.

آخوندزاده ټینګار کړی، چې خدای تعالی عالمان د واکمنانو د څارونکو په توګه ټاکلي دي او زیاتوي: “په اوس وخت کې؛ مونږ بې‌وسه یوو او د یو اوبل مرستې ته سخته اړتیا لرو. له همدې کبله عالمان اړ دي، چې په خپلو کې همکاري او مرسته ولري.”

ویل کیږي، چې عالمان او خلک باید د «نظام د کمزوري کېدو» مخنیوی روان وساتي.  

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.

دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.

سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نه‌شوې.

دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.

د سیګار دفتر تړل‌کېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!