Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پر ایران اټومي زبرځواک او وسلوال رژیم برید وکړ- عراقچي

د نطنز او فردو پر اټومي تاسیساتو أه هوایي بریدونو څخه څو ساعته وروسته عراقچي بریدونه د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی او د سیمه‌ییز او نړیوال ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله.”مونږ د یوه یاغي دولت یا وسلوالې ډلې لخوا نه، بلکې د اټومي زبرځواک لخوا پر نښه شوي یوو. دا خبرداری نه و، دا د جګړې عمل و.”

خپور شوی

د

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) په بېړنۍ غونډه کې د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه د امریکا همغږي شوي هوایي بریدونو ته په ځواب کې یوه سخته او خبرداری ورکوونکې وینا وکړه. هغه امریکا د ایران پر خپلواکې خاورې د وحشیانه تېري پر ترسره کولو تورنه کړه.

د نطنز او فردو پر اټومي تاسیساتو أه هوایي بریدونو څخه څو ساعته وروسته عراقچي بریدونه د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی او د سیمه‌ییز او نړیوال ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله.”مونږ د یوه یاغي دولت یا وسلوالې ډلې لخوا نه، بلکې د اټومي زبرځواک لخوا پر نښه شوي یوو. دا خبرداری نه و، دا د جګړې عمل و.”

د پوځي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ بریدونه د بيـ ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د دقیق لارښود بمونو پر کارولو ترسره شوي او د ایران د یورانیم غني کولو مهم تاسیسات پر نښه شوي.

واشنګټن ادعا کوي، چې د عملیاتو هدف د ایران د اټومي ودې د وړتیاوو بندول ول؛ خو ایراني چارواکو دا اقدام له نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د ډیپلوماټیک بهیر د ردولو قصدي هڅه وبلله.

 له دې ټینګار سره، چې ایران د “پوځي فشار کمپاین” لاندې ځنډول شویو اټومي خبرو اترو ته د بېرته راستنېدو لپاره چمتو نه و؛ عراقچي زیاته کړې: “دې بریدونو زمونږ پروګرام ندی درولی؛ دوی یوازې باور له منځه وړی دی.”

هغه اسرائیل د کړکېچ د اوسنۍ څپې لپاره هم ملامت کړ او امریکا یي د اروپایي ټولنې د منځګړیتوب هڅو د ردولو لپاره له تل ابیب سره پر همغږۍ تورنه کړه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکارۍ ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې په ګډه د امریکا او اسرائیلو کړنې وغندي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې دا برید د اټومي وسلو لرونکي ځواک لخوا د ایران له حاکمیت څخه د سرغړونې په توګه وپېژني.

عراقچي وویل “مونږ باید چمتو وو. که داسې اقدام بې ځوابه پاتې شي؛ نو هیڅ هېواد به له اټومي وسلو پرته خوندي نه‌وي،”.

عراقچي ویلي، چې هغه به سبا (دوشنبه، د غبرګولي پر دوه‌یمه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بېړنیو خبرو اترو لپاره مسکو ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې، نړیوالو څارونکو خبرداری ورکړی چې که ایران په مستقیم ډول د امریکا په پوځي شتمنیو یا د هغې د متحدینو پر شتمنیو برید وکړي؛ نو وضعیت به له کنټرول څخه ووځي.

چین او روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې او اروپایي مشرانو د زغم غوښتنه کړې ده.

متحده ایالاتو تر اوسه د عراقچي څرګندونو ته رسمي ځواب ندی ورکړی؛ خو خپل عملیات یې “محدود، اړین او د نړیوال امنیت په ګټه” بللي دي.

عراقچي په پای کې زیاته کړې؛ “د ډیپلوماسۍ دروازې باید تل خلاصې وي، خو ایران د ځواب ویلو لپاره خپل غوراوي لري.”

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

Published

on

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”

د خان کورنۍ پرله‌پسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونه‌رسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.

۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشه‌خانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.

د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو له‌خوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.

قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په ​​پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ​​ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”

د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.

قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په غزه کې د مړینو شمېر له ۷۰ زره څخه واوښت

چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.

Published

on

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې تړانګه کې د اسرائیلي بریدونو له کبله د مړو شمېر له ۷۰ زره څخه زیات شو او د پنجشنبې له ځاني زیان سره یې ټول شمېر  ۷۰ زره ۱۰۰ ته پورته شو.

چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.

اسرائیلو تر اوسه پر رسمي بڼه دې شمېر ته خپل غبرګون ندی ښودلی؛ خو تل یې د غزې د روغتیا وزارتڅرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. که څه هم بدیل ارقام یې وړاندې کړي ندي.

د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر له ۷ نېټې وروسته د اسرائیلو روان بمبارډ پراخه او ځمکني بریدونه هم ورسره مل شوي؛ د غزې لویه برخه ویجاړه شوې او د قربانیانو په اړه د بشپړو معلوماتو راټولولو بهیر یې خورا ستونزمن کړی دی.

د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېر د روغتون د ثبت شویو څرګندونو له مخې حساب شوي وه؛ خو په وروستیو بریدونو کې زرګونه قضیې ثبت ندي؛ ځکه، چې طبي او عدلي معاینات یې له ثبتېدا پاتې دي.

د اوکټوبر له لسمې راپدېخوا له ماتېدونکي اوربند سره – سره مرستندویه ډلې توانېدلي، چې د نسبي آرامۍ څخه کار واخلي او تر کنډوالو لاندې جسدونه ومومي، چې د مړو شمېر یې په دوامداره توګه لوړ شوی دی.

جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر سویل برید وکړ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

د اسرائیلو غچ اخیستونکو بریدونو بې شمېره کورنۍ له منځه یوړې.

معاذ مغاري وايي، چې د کورنۍ ۶۲ غړي یې، چې مور او پلار او څلور وروڼه یې هم پکې دي؛ د بریج پر کمپ د اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شول.

د اسرائیلو پوځ د څرګندونو له مخې؛ ملکي وګړي نه پر نښه کیږي؛ خو د عامې روغتیا څانګوال وايي، چې له جګړې مخکې غزې د سیمې د ډېرو هېوادونو پر پرتله د نفوس د شمېرنې او ثبتولو ډېر دقیق سیسټم درلود. ملګري ملتونه هم د غزې د روغتیا وزارت څرګندونې د باور وړ ګڼي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پېښور کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۷ کسانو ته ځاني زیانونه واوښتل

په پېښور ښار کې د پولیسو قومندان میا سعید رسنیو ته څرګنده کړې، چې د وژل شویو کسانو څخه درې یې د دروازې اړوند ساتونکي وه، چې یوه ځانمرګی بریدګر پرې خپل چاودېدونکي توکي وچول او دوه نور بریدګر د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

Published

on

د پولیسو د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ درېیمه) په پېښور کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر مرکزي دفتر د خونړي وسلوال او ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۳ فډرالي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په پېښور ښار کې د پولیسو قومندان میا سعید رسنیو ته څرګنده کړې، چې د وژل شویو کسانو څخه درې یې د دروازې اړوند ساتونکي وه، چې یوه ځانمرګی بریدګر پرې خپل چاودېدونکي توکي وچول او دوه نور بریدګر د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

د سیمې اړوند اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې له دوه چاودنو راپور ورکړی او څرګندوي، چې دوی د ډزو غږونه هم واورېدل.

پاکستانيو چارواکو تائید کړې، چې چاودنې د دوه ځانمرګو بریدګرو له‌خوا ترسره شوې؛ لومړی یو د امنیتي ځواکونو د مرکز پر دروازه برید وکړ او بل یې ودانۍ ته ننوت.

په پېښور کې د امنیتي ځواکونو مرکزي دفتر ته تلونکې لارې تړل شوي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.

ویل کیږي، چې دې برید د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د اندېښنو او وېرې څپې راپورته کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!