Connect with us

روغتيا

پر نري رنځ اخته افغانان بشپړې درملنې ته لاسرسی نلري – بې پولې داکتران

خپور شوی

د

بې پولې داکترانو څرګنده کړې؛ په ټول افغانستان کې اقتصادي شرایطو په زرګونه ناروغان په ځانګړي توګه د نري رنځ (سل) ناروغان له پوره روغتیایي پاملرنې لرې ساتلي او بشپړي درملنې ته لاسرسی نلري.   

د بې پولې داکترانو د څرګندونو له مخې؛ د نري رنځ ناروغانو د درملنې لپاره د پرمختللیو وسایلو او په اړه یې د پراخې پوهې نلرلو هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د دې ناروغۍ یوه بېلګه جواهره ده، چې د روان کال په پیل کې د کندهار د نري رنځ روغتون ته د مرکزي افغانستان د دایکندي  له یوه کلینیک څخه رالېږدول شوې ده.

هغې ويلي: زه به شخصي کلينيکونو ته تلم؛ خو د دې پر ځای، چې ماته د نري رنځ درمل راکړ شي، معمولاً د درد او تسکین درمل به يې راکول.

په کندهار کې د بې پولې داکترانو ۲۴ بستریز روغتون د نري رنځ یوازنی طبي مرکز دی، چې د افغانستان په سویل کې د نري رنځ پرمختللې پاملرنې چمتو کوي. ډېری ناروغان له هلمند، روزګان، نیمروز او زابل ولایتونو څخه راځي؛ خو نور یې د فراه، دایکندي، بادغیس، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه تر ۵۰۰ کیلومتره لرې تګ راتګ کوي.

د بې پولې داکترانو طبي مشاور الیو تامي ویلي: زمونږ تر چتر لاندې سیمه ډېره پراخه ده او دا یې ناشونې کړې، چې د خلکو پوره شمېر ځان ته معلوم کړو. ډېري له لرې سفر کوي او مونږ د ترانسپورت لګښتونو، د کور لګښتونو، او خوراکي توکو له ورکولو سره یې یو څه اقتصادي بوج پرغاړه اخلو. له دې ډول هڅونو پرته، ډېري ناروغان نشي کولی د درملنې لپاره راشي.

د جواهرې د درملنې لګښت مو هم پر غاړه واخیست.

هغې ویلي؛ زما کور په روزګان کې دی؛ نو کله، چې مونږ داکتر ته ولاړو، ما د موټر کرایه ۶۰۰۰ افغانۍ (۶۷ دالر) او بیا د درملو لپاره ۱۳۰۰۰(۱۴۶ دالر) ولګول.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د هېواد ۶۰ سلنه نفوس وزګار دی او هیڅ عاید نلري، د افغانستان اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو او نورو مالي اقداماتو له کبله نور هم ډېر شوي دي.

د کندهار په روغتون کې د يوه بل ناروغ پلار حمدالله ويلي: زمونږ لور بي بي نهه کلنه ده او له ماشومتوبه ناروغه ده؛ خو مونږ د هغې پر ناروغۍ نه پوهېدو او له دې مخکې مو د نري رنځ نوم نه و اورېدلى.

د بې پولې داکترانو نرس عزیزي وایي: کله، چې یو څوک د لومړي ځل لپاره راشي او پوه شي، چې دوی نری رنځ لري؛ نو مونږ ورسره خبرې کوو، چې دا څه شی دی، څنګه نورو ته لیږدول کیږي، د کورنۍ له غړیو سره څنګه احتیاط وشي او درملنه به یې څومره وخت ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ناروغي درملنه له ۹ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو وخت نیسي.

عزیزي وایي: مونږ د یو سیستم له مخې یو شخص تر درملنې لاندې نیسو؛ زمونږ په تاسیساتو کې لومړنۍ ۳۰ ورځې د بشپړې څارنې لاندې تېروي او که دوی د اخیستل شويو درملو لوی منفي اغېزې تجربه نکړي، د کورنۍ تر پاملرنې لپاره رخصتیږي او د داکترانو تر تیلیفوني څارنې لاندې نیول کیږي او باید در ملو د نوي کولو لپاره هره میاشت روغتون ته راشي.

ښځې او ماشومان د نري رنځ تر ټولو زیان منونکي دي.

د کندهار د بې پولو داکترانو د نري رنځ په روغتون کې ۷۰ سلنه ناروغان ښځې او ماشومان دي.

لیو تامي ویلي: ښځې او ماشومان د نرینه وو په پرتله د اوږدې مودې لپاره په دوړو، خرابه هوا لرونکي خونو کې او کور کې پاتې کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که ښځه په دې ناروغۍ اخته شي، احتمال لري، چې ماشومان هم په دې ناروغۍ اخته شي. نور کلتوري عوامل هم په دې کې پوره رول لوبوي.

روغتيا

روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي

دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.

Published

on

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.

دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.

د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټي‌بیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.

د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هندي‌الاصله سوداګر «ویکرام پونیا» له‌خوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.

فارماسینتز اوس‌مهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.

 په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.

کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د ولادي‌فیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږون‌ناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.

د زېږون‌ناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوه‌یم پړاو پیل کړ

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوه‌یم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.

دا کمپاین به د می له اته‌لسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوه‌ویشتمې روان وي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.

هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.

دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!