تازه خبرونه
پنتاګون په غزني کې د راغورزیدلې الوتکې د قربانیانو نومونه په ډاګه کړل
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2020/01/fccc4f09-dc5b-401c-ad69-010c33478fbe-AP_Afghanistan_Plane_Crash_2.jpg)
پنتاګون د خپلو دوه پوځیانو نومونه، چې دوه ورځې مخکې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې له راغورزیدلې الوتکې موندل شوي وه؛ په ډاګه کړل.
د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې؛ دغه دوه پوځیان هر یو ۴۶ کلن پال واس، چې د ویرجینیا ایالت په لانګلي ـ یوستیس کې یې دنده درلوده او دغه راز ۳۰ کلن کپیتان رایان، چې د نیو همپشر د ایالت د هادسون اوسیدونکی و او په سویلي داکوتای کې یې دنده لرله؛ د غزني د ده یک د راغورزیدلې پوځي الوتکې قربانیان دي.
د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګت تېره ورځ ویلي وه، چې په غزني کې د راغورزیدلې پوځي الوتکې «E-11A» د مړو پاتې شوني او توره بکسه موندل شوي او داسې کومه نښه نشته، چې ګویا دښمن دې رانسکوره کړي وي.
د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال مکنزي هم تېره ورځ ویلي وه؛ زه ډاده یم، چې په دې پېښه کې د دښمن لاس نه و.
نوموړي زیاته کړې؛ امریکایي ځواکونه سیمې ته استول شوي او له کوم خنډ سره ندي مخ شوي.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د پېښې بنسټیز خنډ د هوا حالات دي، چې خورا ډېر مهم هم نه ول. سیمې ته د استخباراتي ډلې د رسیدو لپاره مناسب تدابیر په پام کې نیول شوي وه؛ که، چې سیمې ته د رسیدو لپاره د ډېرو خلکو له لاسه ورکول وروستی غوراوی دی، چې باید تر سره شوی وای.
طالبانو ویلي، چې دا الوتکه په تکتیکي ډول غورزول شوې ده.
تازه خبرونه
د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/German-police.png)
د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.
دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.
د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.
تازه خبرونه
له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/06/IEA-leader-1.jpg)
د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.
نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.
د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.
د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.
نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.
دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.
همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.
تازه خبرونه
په کابل کې د یړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور
-
سوداگري4 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
تازه خبرونه5 days ago
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی3 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
له شپږم پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدا ۱۰۰۰ ورځې بشپړې شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول