Connect with us

لوبی

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې ظاهر اسد ۳ پر ۲ او صداقت اف‌سي ۹ پر ۳ لوبې وګټلې

په شپږدېرشمه لوبه کې صداقت اف سي پیروزي پنجشېر اف‌سي ته ۹ پر ۳ یوه زړه‌راکښونکې ماتې ورکړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۵, ۱۴۰۴

د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټسال غوره لیګ په پېنځ‌دېرشمه لوبه کې ظاهر اسد اف‌سي آریا فورج ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه.

په شپږدېرشمه لوبه کې صداقت اف سي پیروزي پنجشېر اف‌سي ته ۹ پر ۳ یوه زړه‌راکښونکې ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون په فوټسال کمیټې جمنازیم کې ترسره کیږي.

د دې سیالیو په اووه‌دېرشمه لوبه کې به د پنجشنبې پر ورځ پیروزي پنجشېر او زیتون اف‌سي لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

په اته‌دېرشمه لوبه کې به نورزاد اف‌سي لوبډله له جوانان میهن لوبډلې سره مخامخ شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

لوبی

په جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

Published

on

د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې پر ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو مراسمو پر ترسره کېدا پیل شو او د اوکټوبر تر څلورم به روان وي.

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

د آسیا د المپیک شورا مشر د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي؛ د آسیا په لوبو کې ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي، چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او ښيي، چې سپورټ اوس هم د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابلې همغږۍ او ملګرتیا لپاره ځواک کېدی شي.

د آسیا دا لوبې د توکیو له المپیک پېنځه کاله وروسته ترسره کېږي؛ هغه لوبې، چې د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو له کبله پرته له نندارچیانو ترسره شوې وې.

په دې پړاو کې له ۱۱ زره ډېر لوبغاړي د آسیا له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې به له یو بل سره لوبې وکړي.

په دغو لوبو کې د افغانستان اته سپورټي ډلې د ۳۴ لوبغاړو په ګډون حضور لري.

ټاکل کیږي، چې نن څلور افغان لوبغاړي؛ محمد جعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخ‌پوشان خوافي له آرمان اف‌سي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۶, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په لړ کې آریانا خوست طوفان هرات ته ۲- ۰ ماتې ورکړه او د عینو مېنه کندهار او خراسان فاریاب لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

آریانا خوست او طوفان هرات د دې سیالیو په اتمه لوبه کې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې مخامخ شول.

دواړو لوبډلو په لومړۍ نیمایي کې ګول ونه‌واهه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې جواد الکوزي په اتیاامه دقیقه کې آریانا خوست توپ د طوفان هرات دروازې ته وردننه کړ.

وارث شېرزي هم په اضافي وخت کې د آریانا خوست دوه‌یم ګول وواهه او دې لوبډلې د ۲ ګولونو پر توپیر لوبه وګټله.

د آریانا خوست لوبغاړی جواد الکوزي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په نهمه لوبه کې عینو مېنه کندهار له خراسان فاریاب سره مخامخ شوه، چې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

سمیع یزداني په لومړۍ نیمایي کې د خراسان فاریاب لومړی ګول وواهه او سید روف د عینو مېنې کندهار لپاره ګول وواهه، چې لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

دواړو لوبډلو په دوه‌یمه نیمایي کې بل ګول ونه‌واهه او په پای کې یې امتیازات سره ووېشل.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخ‌پوشان خوافي له آرمان اف‌سي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.

د فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

Continue Reading

لوبی

هند افغانستان ته په دوه‌یمه شل‌آوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

افغانستان لومړۍ توپ‌وهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.

Published

on

د هند کرکټ لوبډلې د درې‌لوبیزې شل‌آوریزې لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او دا لړۍ یې له درېیمې او وروستۍ لوبې مخکې ۲- ۰ وګټله.

افغانستان لومړۍ توپ‌وهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.

راشد خان هم له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مرسته وکړه. د هند په توپ‌اچوونکو کې نټیش کمار ریډي د ۲۴ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او غوره توپ‌اچونه یې وکړه.

افغانستان ښه پیل ونه‌کړ او رحمان‌الله ګربز د دوه‌یم آور په لومړي توپ کې د ارشډیپ سینګ له‌خوا له منډې جوړولو پرته وسوځول شو. جسپریټ بومرا هم له لومړی آور له منډې پرته ترسره کړ.

ابراهیم ځدراڼ او صدیق‌الله اتل هڅه وکړه، چې د افغانستان اننګز بېرته سم کړي؛ خو هند د ویکټو پر اخیستو فشار ساتلی و. ابراهیم د نهم آور په لړ کې د نټیش کمار ریډي له‌خوا پر ۳۷ منډو وسوځول شو او هغه مهال افغانستان د څلور ویکټو پر زیان ۶۷ منډې کړې وې.

اتل ۱۲ منډې وکړې او د راوي بشنوي له‌خوا وسوځول شو. وروسته دروېش رسولي له ۱۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې یې هم په کې وې؛ خو ارشډیپ سینګ هغه هم وسوځاوه.

راشد خان د درې څلوریزو او یوې شپږیزې پر ملتیا له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او افغانستان یې د سیالۍ نږدې هدف ته ورساوه؛ خو نټیش په وروستي اور کې راشد وسوځاوه او افغانستان د اتو ویکټو پر زیان ۱۵۹ منډې وکړې.

هند د هدف په تعقیب کې پیاوړی پیل وکړ. سنجو سمسون او ابیشک شرما پر بریدګرې توپ‌وهنې یوازې په ۴.۴آورونو کې ۵۰ منډې پوره کړې او هند د پاورپلې په پای کې پرته له کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو ۸۲ منډې کړې وې.

سمسون یوازې پر ۲۰ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې؛ خو راشد خان د څلور توپونو په واټن کې لومړی ابیشک پر ۳۹ او بیا سمسون پر ۵۷ منډو وسوځول. سمسون په ۲۲ توپونو اووه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.

راشد وروسته شریاس ایر هم پر ۱۱ منډو وسوځاوه او خپله درېیمه ویکټه یې واخیسته؛ خو هند له دې مخکې د لوبې واک په خپل لاس کې اخیستی و.

ایشان کیشن پر ۲۳ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او تلک ورما هم ۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. هند په ۱۴.۵آورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او د اووه ویکټو پر توپیر یې بریا خپله کړه.

له دې پایلې سره هند درې‌لوبیزه شل‌آوریزې لړۍ ۲- ۰ وګټله او د درېیمې او وروستۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې یې لړۍ خپله کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!