لوبی
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې نورزاد افسي او اتحاد افسي ګټونکي شول
په څلوردېرشمه لوبه کې اتحاد افسي پیروزي پنجشېر ته ۲ بر ۱ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ دریدېرشمه لوبه د سېشنبې پر ورځ په یوه نه هېرېدونکې لوبه کې نورزاد افسي دیار سنايي ته ۱۲ پر ۳ ماتې ورکړه.
په څلوردېرشمه لوبه کې اتحاد افسي پیروزي پنجشېر ته ۲ بر ۱ماتې ورکړه.
دا سیالۍ به د افغانستان فوټبال فډراسیون په فوټسال جمنازیم کیټه کې ترسره شي.
سبا (چارشنبه) د لیګ په پېنځهدېرشمه لوبه کې آریا فورج او ظاهر اسد به له یو بل سره مخامخ شي.
په شپږدېرشمه لوبه کې صداقت افسي به له امید افسي سره مخامخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په آریانا ټلویزیون ATN کې وګوري.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام لپاره د دواړو لوبډلو د چمتووالي یوه برخه ده. افغانستان د تکړه لوبډلې په توګه دې لوبې ته داخلېږي او هڅه به وکړي، چې په ۵۰ آوریزو سیالیو کې پر ایرلینډ خپله برلاسي روانه وساتي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې له ایرلنډ سره د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي.
دغه لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ پیلېږي. اټکل شوی، چې اسمان به ورېځمن وي او د لږ باران امکان هم شته.
لوبی
افغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا(چارشنبه) له ایرلنډ سره د پېنځه نړیوالو یو ورځنۍ سیالیو لړۍ پیلوي؛ هغه سیالۍ، چې افغانستان هیله لري د ښو پایلو پر خپلولو د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام د غوراوي له ټاکلې نېټې مخکې د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنۍ درجهبندۍ کې خپل ځای پیاوړی کړي.
د دغې لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د اګست پر پېنځمه او اوومه د شمالي ایرلینډ په بریډې کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او درې نورې لوبې به د اګست پر لسمه، دولسمه او بېنځلسمه د بلفاسټ ښار په سیول سروس لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان دا سیالۍ په داسې حال کې پیلوي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په تازه یو ورځنۍ درجهبندۍ کې له ۹۰ امتیازونو سره په اتم ځای کې دی. په داسې حال کې، چې ایرلینډ له ۵۴ امتیازونو سره دولسم ځای لري.
دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه د ۲۰۲۶ز.کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې د کرکټ نړیوالې شورا درجهبندي به هغو لوبډلو په ټاکلو کې مهم رول ولري، چې د ۲۰۲۷ز.کال نړیوال جام ته مستقیمه لار مومي.
د کوربه هېواد، سویلي افریقا، پرته د درجهبندۍ اته غوره لوبډلې به نېغ پر نېغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي.
افغانستان په وروستیو یو ورځنۍ سیالیو کې پر ایرلینډ برلاسی پاتې شوی او د دې لوبډلې پر وړاندې یې خپلې وروستۍ شپږ لوبې ګټلې دي. ایرلنډ وروستی ځل د ۲۰۱۹ز.کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.
دا لړۍ به د افغانستان د نوي لوبډلمشر رحمت شاه لپاره د یو ورځنۍ سیالیو لومړنۍ لړۍ وي. هغه د روان کال په جون میاشت کې د حشمتالله شهیدي له لوبډلمشرۍ تر لاسه کولو وروسته د لوبډلې مشري پر غاړه واخیسته.
افغانستان همداراز هیله لري، چې د روان کال په پیل کې له هند څخه د یو ورځنۍ سیالیو په لړۍ کې له درې ـ صفر ماتې وروسته بېرته د بریاوو لارې ته وګرځي.
بل لور ته ایرلینډ له لوړې روحیې سره دغو سیالیو ته راځي. دې لوبډلې تېره میاشت د شل آوریزو نړیوالو سیالیو په لړۍ کې د شل آوریز نړیوال جام اوسني اتل هند ته دوه ـ صفر ماتې ورکړه. جای مونډرا، چې د دغې لړۍ غوره لوبغاړی نومول شوی و؛ د لومړي ځل لپاره د ایرلینډ یو ورځنۍ لوبډلې ته بلل شوی دی. بن کالټز او بایرون مکډونا هم د لوبډلې په نوملړ کې شامل دي.
کوربه لوبډله د څو مهمو لوبغاړو د ټپي کېدو له ستونزې سره مخ ده او جاش لټل، مټ هالارډ، کریګ یانګ، بېري مککارټي، جورډن نیل او ډیوېډ ډیلني د ټپونو له کبله په دغو سیالیو کې نهلوبېږي.
د آریانا راډیو ټلوېزیون نړیواله شبکه په افغانستان کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ
News on Facebook, Instagram and X for match schedules, live updates, breaking news, and comprehensive coverage throughout the series.
لوبی
د کابل غوره لیګ له پیل مخکې د ایوبي کرکټ لوبغالي چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو له پیل مخکې د چمتووالي چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د شنبې پر ورځ( د زمري اووهلسمه / د اګست اتمه) پیل شي.
د لوبغالي کارکوونکي د لوبغالي د وروستي چمتووالي پر چارو بوخت دي او ډېره پاملرنه د لوبغالي د ډګر کیفیت ښه کولو ته اوښتې ده.
د چمتووالي مسوولانو ویلي؛ سږکال به سیالۍ په داسې لوبغالي کې ترسره شي، چې ټولې آسانتیاوې او معیارونه ولري.
د دوی د څرګندونو له مخې، سږنی چمتووالی به لوبغاړو او مینوالو ته ښه او خوندوره تجربه برابره کړي.
کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.
سږکال به شپږ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي:
د شمشاد عقابان
د پامیر ستوري
د کابل زلمي
د سپین غر اتلان
د آباسین ساتونکي
بند امیر
د سیالیو لومړۍ لوبه به د اګست پر اتمه په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د پامیر ستوري او شمشاد عقابان ترمنځ ترسره شي.
کابل غوره لیګ د افغانستان د کورني کرکټ مهمه برخه ګرځېدلې او د هېواد کرکټ د ودې ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته دا زمینه برابروي، چې د ملي لوبډلې غوراوي کمیټې ته خپلې وړتیاوې وښيي.
د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion4 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی3 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا3 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي

