تازه خبرونه

په افغانستان کې له جګړو څخه زیان‌منو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې پیل شوې

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌اف‌پي) څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له کبله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وېشل پیل شوي دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د شخړو له کبله بې ځایه شوې له ۲۰زره ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کوي. په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته غذایي بسکټونه ووېشل شي، چې بېړنۍ خوراکي اړتیاوې یې پوره کړي او بیا به زیانمنونکې کورنۍ د دوه میاشتو لپاره خواړه یا نغدي مرسته ترلاسه کړي.

د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو او همدارنګه امیدوارو او شیدې ورکوونکو میرمنو لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم چمتو شوي، چې د خوارځواکۍ مخه پرې ونیول شي.

ټاکل شوې، چې دا مرسته د هېواد په اته ولایتونو ( په ختیځ کې نورستان، کونړ او ننګرهار او همدارنګه په جنوب کې پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) کې بې ځایه شویو کورنیو ته ورسیږي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې افغانان اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جګړې د زیاتوالي، د سیمه‌ییز تاوتریخوالي اغېزو او د لوږې او خوارځواکۍ خپرېدا په ګډون له ګڼو ناورینونو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال په هرو درې افغانانو کې یو یې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷.۴ میلیون خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

دا وړاندویېنه هم کیږي، چې سږکال به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د سوداګریزو لارو بندېدا او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي زیاتوالي د اومه‌توکو د بیو د لوړېدا او په افغان بازار کې د لومړنیو توکو د کمښت خطر زیات کړی دی.

Trending

Exit mobile version