تازه خبرونه

په افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ

د دې غورځنګ په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په ګڼ‌میشتو سیمو کې هوایي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېرو ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده. د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې بشري ناورین نور هم پراخه کړي.

Published

on

د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ د افغانستان د استوګنو پر بېلابېلو سیمو د هوایي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو پر زیاتېدا اندېښنه څرګندوي او د وسلوالې شخړې د ژر تر ژره بندېدا غوښتنه کوي.

د دې غورځنګ په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په ګڼ‌میشتو سیمو کې هوایي بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېرو ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده. د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې بشري ناورین نور هم پراخه کړي.

د دې غورځنګ د خبرپاڼې له مخې؛ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي زیاتوالي دواړو غاړو ته د پښتنو پر سیمو تر ټولو ډېر اغېز کړی، چې قربانیان یې هم پښتانه دي.

د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ دا خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان په اړه د اسلام‌آباد اوسني سیاست روان وساتل شي؛ ملکي زیانونه به ورسره زیات شي.

اسلام‌آباد په پارلمان کې د دې شخړو اړوند مهمې پرېکړې هم له پامه غورځول شوې دي.

دغه راز ټینګار شوی: هغه افراطي جوړښتونه، چې په تېرو لسیزو کې یې له زرګونو بې‌ګناه خلکو ژوند اخیستی؛ په سیمه ریښه نلري او د ۱۹۸۰ لسیزې راپدېخوا د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره پرې پراخه پانګونه شوې او پیاوړي شوي دي.

د دې غورځنګ د څرګندونو له مخې؛ له کلونو راپدېخوا پښتانه د لویو قدرتونو د جګړو په پروژو کې د “لومړۍ کرښې” په توګه د پاکستان د رول د پای ته رسولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو او ښه ګاونډیتوب د پیل غوښتنه کوي.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې دې غورځنګ په لویدیځه آسیا کې هم د شخړو پر زیاتېدا اندېښنه څرګنده کړې او د امریکا او اسرائیلو له‌خوا پر ایران وروستي بریدونه یې د اندېښنې وړ ګڼلي او د دې شخړو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version