تازه خبرونه
په افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نهلري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، په افغانستان کې د القاعدې په ګډون کومه بهرنۍ ډله شتون او حضور نهلري او افغانستان به کومې ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد کار وکاروي.
فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نهلري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ټینګار کړی، په افغانستان کې د دغو ډلو د حضور د ثابتولو لپاره هم کوم شواهد په لاس کې نشته.
فطرت ویلي:« دغه ادعاوې یوازې مغرضې کړۍ او استخباراتي کړۍ مطرح کوي، چې غواړي افغانستان ناامنه وښيي، په سیمه کې ناامني پراخه کړي او له همدې کبله دا سناریوګانې مطرح کوي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې،« عیني واقعیت دا دی، چې اسلامي امارت وسلهوالو ډلو ته د کوم فعالیت اجازه نهورکوي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په افغانستان کې د بهرنيو ډلو حضور «پروپاګند» بللی او ویلي یې دي: «مونږ دا ډول ادعاوې په کلکه ردوو.»
فطرت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.