تازه خبرونه

په بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ له لومړیو شېبو څخه روغتیایي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او روغتونونو ته د ټپیانو د لېږدولو بهیر اوس هم روان دی.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تېرې شپې په زلزله کې د بلخ او سمنګان ولایتونو لږ تر لږه له ۵۳۴ څخه زیات کسان ټپیان شوي او له ۲۰ څخه ډېر نور شهیدان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي؛ له لومړیو شېبو څخه روغتیایي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او روغتونونو ته د ټپیانو د لېږدولو بهیر اوس هم روان دی.

هغه زیاته کړې: “د تلفاتو وروستی شمېر تر اوسه معلوم ندی؛ ځکه په ځینو اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې عملیات اوس هم روان دي او شونې ده، چې په مرګ او ژوبله کې بدلون رامنځته شي.”

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ ځینې سرسري ټپیان خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي او یو شمېر یې په ساحه کې تر درملنې لاندې ونیول شول.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا ټینګار هم کړی، چې زلزله ځپلیو سیمو ته نږدې ټولو روغتونونو ته د تیارسۍ امر شوی او که اړتیا وي له ګاونډ ولایتونو څخه به هم اضافي روغتیایي ډلې سیمې ته واستول شي.

د تېرې شپې زلزله، چې مرکز یې سمنګان ولایت و؛ شاوخوا یوه بجه یې د هېواد بلخ او سمنګان ولایتونه ولړزول او د ځاني زیانونو تر څنګ یې خلکو ته مالي زیان هم واړاوه.

Trending

Exit mobile version