سوداگري
په تېرو ۹ میاشتو کې نږدې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي
د سوداګرۍ اوصنعت وزارت څرګنده کړې؛ په تېرو نهه میاشتو کې له افغانستان څخه ۱۵ هېوادونو ته د ۵۳ میلیون امریکایي دالرو پر ارزښت نږدې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې د هېواد د جلغوزیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام ويلي، چې له افغانستان څخه په تېرو نهه میاشو کې چین، پاکستان، عربستان، عربي متحده امارتو، سعودي، هندوستان، ایتالیا، امریکا، کانادا، انګلیستان، آسټرالیا، ترکیې، سویدن، اوکراین او بلجیم ته شاوخوا ۵۳۸۰ ټنه جلغوزي صادري شوي، چې مالي ارزښت يي ۵۳ میلیونه دالرو ته رسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده وایي: زمونږ د جلغوزیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. مونږ هڅه کوو، چې د جلغوزیو په ګډون د هېواد ټولو کرنیزو محصولاتو د صادراتو بهیر نور هم پراخه کړو.
د هېواد د خصوصي سکتورغړي که څه هم د جلغوزیو د صادراتو پر زیاتوالي خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې په روان کال کې د هېواد د جلغوزیو حاصلات څه باندې د ېرش زره متریک ټن ته رسیدلي.
د کرنې اومالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: زمونږ محصولاتو نظر صادراتو ته بیخي زیات دي. هیله لرم، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د جلغوزیو صادراتو ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې زیاته همکاري وکړي.
دوۍ وايي، پر جلغوزیو سربېره د هېواد زعفران، انځر، پستې لپاره هم باید د سیمې او نړۍ په مارکیتونو کې بازار موندنه تر سره شي.
سوداگري
په تاشکند کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانستل کیږي
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نندارتون به د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام پر ملاتړ تر جمعې پورې روان وي، چې موخه یې د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو پېژندنه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څرګنده کړې: ټاکل شوې، چې نن (چارشنبه د وري پېنځمه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د هېواد د تولیداتو او محصولاتو یو لوی نندارتون پرانیستل شي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نندارتون به د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام پر ملاتړ تر جمعې پورې روان وي، چې موخه یې د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو پېژندنه ده.
په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو له خوا په بېلابېلو برخو کې له ۶۰ څخه ډېرې کړکۍ جوړې شوي، چې په کې غالۍ، وچې او تازه میوې، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او نرم څښاک نندارې ته وړاندې کیږي.
د سوداګرۍ خونې چارواکو هیله څرګنده کړې؛ د دې نندارتون ترسره کېدا کولی شي د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه د ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه رامنځته کړي.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
-
تازه خبرونه2 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ3 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
