Connect with us

تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته پیل شوه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري ډیکارلو ویلي: زه خوشاله یم، چې په دې غونډه کې له مونږ سره اړوند پلاوي شته او واکمنو چارواکو د لومړي ځل لپاره له مونږ ګډون کړی دی.

خپور شوی

د

نن یکشنبه د چنګاښ لسمه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون د دوحې درېیمه ناسته پیل شوه او دوه ورځې به روانه وي.

 د ملګرو ملتونو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د بانکي او مالي وضعیت او له نشه‌يي توکو سره پر مبارزه خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وايي، خوشاله ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ګډون کړی دی.

د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د روسیې، ازبکستان او هند له استازو سره وکتل او دغو هېوادونو د اسلامي امارت له دریځه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري ډیکارلو ویلي: زه خوشاله یم، چې په دې غونډه کې له مونږ سره اړوند پلاوي شته او واکمنو چارواکو د لومړي ځل لپاره له مونږ ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي د اسلامي امارت له پلاوي سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خبرې وکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي: له کابل څخه رښتیني حقایق نه ځلیږي. اوس هم که کابل ته لاړ شئ وبه ګورئ، چې نجونې په دارالعلومو کې زده‌کړې کوي.

دغه راز د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د روسیې، ازبکستان او هند له استازو سره وکتل او دغو هېوادونو د اسلامي امارت له دریځه خپل ملاتړ څرګند کړ. په دغو ناستو کې د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال هم د اسلامي امارت ګډون د یوه مسوول حکومت په توګه د ارزښت وړ یاد کړ او وایي؛ دا ډول غونډې له نړۍ سره د خبرو اترو او تعامل یو ښه فرصت دى.

اړوند خبرونه:

ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی قطر ته روان شو

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمه‌ییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زده‌کړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!