Connect with us

تازه خبرونه

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو جرګه ګیو خپلې غوښتنې وړاندې کړې

خپور شوی

د

د قطر په دوحه کې د سولې خبرو پر اجندا د خبرو اترو پر پېنځمه ورځ طالبانو ۲۲ او حکومتي پلاوي ۲۸ وړاندیزونه چمتو کړي دي.

یوې سرچینېو چې ندي غوښتي نوم یې یاد شي په ډاګه کړې؛ د حکومتي پلاوي په اته ویشت وړاندیزونو کې اوربند، د جمهوري نظام، درې رنګه بیرغ او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه اړین دي. د طالب پلاوي په دوه ویشت وړاندیزونو کې منځمهاله اداره، اسلامي نظام، د ښځو حقونه او د بیان آزادي په اسلامي چوکات کې اړینې برخې دي.

د جمهوریت غوښتونکیو یو شمېر وړاندیزونه دا دي: د سراسري اوربند منل، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خوندیتوب، د اوسني درې رنګه بیرغ ساتنه، د ۲۰ وروستیو کلونو د لاسته راوړنو منل، په دولس څپرکو او ۱۶۲ مادو کې د اساسي قانون ساتنه،  د امنیتي او فاعي بنسټونو ساتنه، د ټولو هغو تړونونو او میثاقونو منل، چې افغان دولت د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره کړي، د دولت د اډانې په بېلابېلو پوستونو کې د طالبانو ګمارنه؛ په دې شرط، چې د طالبانو د مشرتابه لخوا معرفي شوي وي، د منل شویو کورنیو او نړیوالو ارزښتونو له مخې د ښځو، ماشومانو، معلولینو د شهیدانو د ورثه وو د حقونو منل او ساتنه.

د امارت غوښتونکیو ځینې وړاندیزونه:  له تور نوملړه د ټولو طالب مشرانو د نومونو وتل، له دې وروسته د دیموکراتیک او جمهوریت په څېر کلمو او جملو نه منل، یوازې دې راتلوونکی حکومت د اسلامي حکومت په نوم یاد شي، ټولې ښوونیزې( تعلیمي) او روزنیزې(تربیتي) ادارې د اسلامي پوهنې په چوکات کې هڅې کولی شي، د اسلامي حکومت په چوکات کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نومې ادارې جوړېدل، د انتقالي حکومت جوړېدل له ۱۲ څخه تر اتلس میاشتو پورې البته د دواړو لوریو د هوکړې له مخې، د طالبانو تر ولکې لاندې ساحوساتنه او د طالبانو لخوا هم د سیمه ییز حکومت د ادارې منل هم عملي شي، د طالبانو د وسلو ټولول هغه مهال امکان لري، چې نوی حکومت او نظام جوړ شوی وي، د طالبانو د تحریک  پر رسمیت پېژندل تر هغې، چې هوکړه وشي، جنګي مجرمین او د بشرحقونو سرغړونکي کلمات دې منع شي، چې موخه یې د طالبانو د تحریک غړي وي او د طالبانو په نوم د دا ډول کلماتو ګارول دې جرم وګڼل شي، ټولیزې هوکړې ته له رسېدو وروسته په لومړي ګام کې څه نا څه سل زره طالبان او ملاتړي یې باید وسلوالو ځواکونو کې جذب شي، مدني ټولنې، بشري حقونه، د ښځو حقونه، رسنۍ او د بیان آزادي یوازې د اسلامي منل شویو ارزښتونو په چوکات کې فعالیت ته دوام ورکولی شي، د عالمانو د شورا په نوم د بنسټ جوړېدل، چې ټولو دولتي او نادولتي پرېکړو کې یې پرېکړې وروستۍ وګڼل شي.

د  خبرو لپاره دا موارد، چې هر لوري ته ډېر اړین دي؛ ښکاري، چې د خبرو اترو لړۍ به سخته کړي.

دا په داسې کې ده، چې طالبان د پاتې بندیانو نه خلاصون د سولې بهیر  پر وړاندې خنډ بولي. وبه کتل شي، چې د سولې خبرې کله یوې غوڅې پایلې ته رسیږي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!