نړۍ
په راتلونکو ورځو کې له اسرائیلو سره خبرې اترې پایلې ته رسېدلی شي -احمد الشرع
هغه د چارشنبې پر ورځ په دمشق کې خبریالانو ته ویلي، چې له اسرائیلو سره امنیتي تړون یوه “اړتیا” ده او باید د سوریې هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی رامنځته او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پلي شي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي؛ شونې ده، چې له اسرائیلو د امنیتي تړون په اړه روانې خبرې په “راتلونکو ورځو” کې یوې پایلې ته ورسیږي.
هغه د چارشنبې پر ورځ په دمشق کې خبریالانو ته ویلي، چې له اسرائیلو سره امنیتي تړون یوه “اړتیا” ده او باید د سوریې هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی رامنځته او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې پلي شي.
سوریه او اسرائیل د یوې داسې هوکړې په اړه خبرې کوي، چې دمشق د اسرائیلو د هوايي بریدونو بندېدا او له سویلي سوریې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتلو ته هیله من کوي.
رویټرز په روانه اوونۍ کې راپور ورکړی؛ واشنګټن پر سوریې فشار راوړي، چې راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې مخکې یوې هوکړې ته ورسیږي.
احمد الشرع نیویارک ته له خپل احتمالي سفر څخه مخکې خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې دا ادعا رد کړه او وایي، چې امریکا دې د فشار راوړلو پرځای د منځګړیتوب رول ولوبوي.
هغه ویلي، چې اسرائیلو په سوریه کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر هوايي بریدونه کړي او د ډسمبر پر اتمه د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدا راپدېخوا له ۴۰۰ څخه ډېر ځله د سوریې خاورې ته راننوتلي دي.
احمد الشرع د اسرائیلو کړنې د سوریې د ثبات او یووالي په اړه د امریکا د اعلان شوې پالیسۍ خلاف بولي او وایي دا وضعیت “ډېر خطرناک” دی.
هغه زیاته کړې، چې دمشق د اسرائیلو او سوریې ترمنځ د ۱۹۷۴ کال تړون ته ورته تړون غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناپوځي زون د رامنځته کېدا لامل شو.
هغه ویلي، چې سوریه غواړي اسرائیلي ځواکونه له سویلي سوریې ووځي؛ خو اسرائیل غواړي د هرمون غر په ګډون په هغو سټراټیژیکو سیمو کې خپل شتون خوندي کړي، چې د ډسمبر له ۸ وروسته یې نیولي دي.
اسرائیلي وزیرانو ښکاره ویلي، چې دوی پدې سیمو د کنټرول ساتلو اراده لري.
احمد الشرع ویلي، که امنیتي تړون لاسلیک شي؛ نو نورې هوکړې هم کېدی شي. که څه هم هغه جزئیات ورنکړل، خو وایي: د سولې تړون یا د اړیکو عادي کول لکه د ابراهیم تړونونه، چې د امریکا پر منځګړیتوب د څو مسلمانو هېوادونو او اسرائیلو ترمنځ لاسلیک شو؛ په اجنډا کې ندی.
هغه دا هم ویلي، چې د اسرائیلو لهخوا د نیول شويو ګولان لوړو برخلیک په اړه بحث کول ډېر وختي دي؛ ځکه دا “ډېره لویه” مسئله ده.
د سوریې ځواکونه د جولای په میاشت کې سویدا ته واستول شول، چې د ډروز وسلوالو ډلو او بدوین جنګیالیو ترمنځ جګړه ودروي؛ خو تاوتریخوالی زیات شو، د سوریې ځواکونه د اعدام په ډول وژنو تورن شول او اسرائیل د سوریې په سویلي برخه، دفاع وزارت او په دمشق کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې بریدونه وکړل.
احمد الشرع د چارشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې بریدونه “پیغام نه، بلکې د جګړې اعلان” وباله او وایي، چې سوریې تر اوسه پورې د خبرو اترو د ساتلو لپاره له پوځي غبرګون څخه ډډه کړې ده.
نړۍ
ټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د متحدانو هغه هڅې رد کړې، چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند خبرې پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې؛ واشنګټن اوس تر هغې د جګړې دوام ته لومړیتوب ورکوي، چې د ایران پوځي وړتیاوې نورې هم کمزورې کړي.
بل لور ته ایران هم ویلي؛ تر هغې به د اوربند خبرې ونه مني، چې د امریکا او اسرائیلو هوايي بریدونه پای ته ونهرسېږي او د ایران غوښتنې ونه منل شي.
دا جګړه، چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا او اسرائیلو له پراخو بریدونو پیل شوې؛ تر اوسه په کې له ۲۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او د نړۍ د تېلو بازار یې سخت اغېزمن کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ایران د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی دی. دا هغه سمندري لار ده، چې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.
منځګړي هېوادونه( عمان او مصر ) هڅه کوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بیا پیل کړي؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی او دواړه لوري د اوږدې جګړې لپاره چمتو ښکاري.
اوربند ته د واشنګټن او تهران د لېوالتیا نشتوالی ښیي، چې دواړه خواوې د اوږدې شخړې لپاره چمتووالی ښیي. حتا په داسې حال کې، چې پراخه جګړه ملکي تلفات اړوي او د ایران لهخوا د هرمز تنګي تړل د تېلو بیې لوړوي.
د امریکا ځینې چارواکي او د ټرمپ سلاکاران د جګړې د ژر پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، یو شمېر نور بیا پر ټرمپ فشار راوړي، چې د ایران پر وړاندې برید ته روان وساتي، چې د توغندیو پروګرام له منځه یوسي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.
د ټرمپ لهخوا د ډیپلوماټیکو هڅو ردول ښیې، چې د اوس لپاره د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره هیڅ پلان نلري.
دا سې ښکاري، چې امریکا او ایران دواړه د جګړې د لومړیو ورځو پر پرتله د ښکېلتیا لپاره ډېره لېوالتیا نلري.
یوې سرچینې ویلي، چې د ایران لوړ پوړي امنیتي چارواکو علي لاریجاني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم هڅه کړې وه، چې عمان د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره د یوې لارې په توګه وکاروي؛ خو دا خبرې اترې عملي نهشوې؛ ځکه، چې سپاه پاسداران د هرمز تنګی ساتي او په دې اړه به هیڅ ډول اوربند، د اوربند خبرې اترې، یا ډیپلوماټیکې هڅې او د ایران سیاست ونه مني …”
نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
-
تازه خبرونه4 days agoچین د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره منځګړیتوب پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او مولانا یې له کورني فشار سره مخ بولي
-
سوداگري4 days agoافغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
-
نړۍ4 days agoټرمپ له ایران سره د اوربند د خبرو پیلولو هڅې رد کړې – سرچینې
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي کمپ هوايي برید وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
