سیمه ییز خبرونه
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې؛ د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کې د ديورند پر فرضي کرښه د باروړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره يوه نارسمي لار پرانستل شوه.
د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د هېواد پر کچه پر لوی سوداګريز بندر د ورځې سلګونه لوی باروړونکي موټر، چې د کرښې دواړو لوریو ته اوړي او رااوړي؛ ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او باروړونکي موټر ډېر ځنډېدل، چې د سوداګريزو توکو د خرابېدو او او ناوخته رسېدو سبب ګرځېدل، نو د همدې ستونزې د اوارۍ لپاره افغان او پاکستانيو سوداګرو له حکومتونو څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، چې په پای کې پر فرضی کرښه يوه نارسمي لار پرانستل شوه او په سوداګريزو چارو کې یې آسانتياوې رامنځته کړې .
سوداګر وايي، چې دې لارې دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې؛ پر عمومي لار د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله لوی موټر پر ورځو ورځو دریدلي وي، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده. د لويو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا نېک اقدام ستايي او په دې برخه کې د نور پر مختګ هيله من دي .
د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې او پانګونې رييس حاجي محمد صديق وایي: له پاکستان سره پرسرحد مو دروازه فعاله او ودروله؛ پرهغه بلې ډېر رش وي، څلور یا پېنځه ساعته به زمونږ ترانزيت موټرو تېرول. د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان او افغانستان سوداګر سره کېناستل نوې دروازه يې مونږ ته راخلاصه کړه.
پر دې لار د لويو باروړونکیو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا کړنه ستايي او وايي، اوس يې تر ډېره د تګ او راتګ په وخت کې ستونزې حل شوي دي.
موټر چلوونکی عبدالجبار وایي: مخکې مونږ ته ډېر مشکلات ول. اوس ان شاالله نه رش شته نهشته؛ ښه په امنيت اوړو او ښه په امنیت رااوړو.
د سپين بولدک اوسيدونکي هم په سوداګريزو چارو کې د حکومتونو ترمنځ د نورو مثبتو پرمختګونو غوښتونکي دي او دا کړنه د سوداګريزو چارو د پراختيا لامل ګڼي .
دسپين بولدک اوسيدونکی کمال الدين ویلي: زما په اند که دلته د تجارنو لپاره ستونزې حل شي؛ دوی ته آسانتياوې رامنځ ته شي، دلته به پر زياته کچه خلک تجارت ته وهڅول شي. د سپين بولدک له لارې، چې کوم عايد ۶۰ فيصده یا ۷۰ فيصده و اوس به ۸۰ یا ۹۰ فيصدو ته پورته شي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د سويل لويديخې حوزې د سوداګرۍ خونو د مشرانو او د کندهار د اړوند دولتي مسوولينو تر منځ هم د دې حوزې د تازه او وچو ميوو د صادراتو له پيل مخکې د ستونزو پر اواري غونډه جوړه شوې وه، چې دولتي مسوولينو په دې برخه کې د هر راز همکارې ډاډد ورکړی و.
سیمه ییز خبرونه
د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.
د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”
د خان کورنۍ پرلهپسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونهرسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.
۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشهخانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.
د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو لهخوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.
قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”
د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.
قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”
سیمه ییز خبرونه
په غزه کې د مړینو شمېر له ۷۰ زره څخه واوښت
چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې تړانګه کې د اسرائیلي بریدونو له کبله د مړو شمېر له ۷۰ زره څخه زیات شو او د پنجشنبې له ځاني زیان سره یې ټول شمېر ۷۰ زره ۱۰۰ ته پورته شو.
چارواکي وايي، چې په نویو بریدونو کې دوه نور کسان وژل شوي او پاتې نور د پخوانیو بریدونو تر کنډوالو لاندې پېژندل پاتې شوي دي.
اسرائیلو تر اوسه پر رسمي بڼه دې شمېر ته خپل غبرګون ندی ښودلی؛ خو تل یې د غزې د روغتیا وزارتڅرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. که څه هم بدیل ارقام یې وړاندې کړي ندي.
د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر له ۷ نېټې وروسته د اسرائیلو روان بمبارډ پراخه او ځمکني بریدونه هم ورسره مل شوي؛ د غزې لویه برخه ویجاړه شوې او د قربانیانو په اړه د بشپړو معلوماتو راټولولو بهیر یې خورا ستونزمن کړی دی.
د جګړې په لومړیو میاشتو کې د مړو شمېر د روغتون د ثبت شویو څرګندونو له مخې حساب شوي وه؛ خو په وروستیو بریدونو کې زرګونه قضیې ثبت ندي؛ ځکه، چې طبي او عدلي معاینات یې له ثبتېدا پاتې دي.
د اوکټوبر له لسمې راپدېخوا له ماتېدونکي اوربند سره – سره مرستندویه ډلې توانېدلي، چې د نسبي آرامۍ څخه کار واخلي او تر کنډوالو لاندې جسدونه ومومي، چې د مړو شمېر یې په دوامداره توګه لوړ شوی دی.
جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر سویل برید وکړ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د اسرائیلو غچ اخیستونکو بریدونو بې شمېره کورنۍ له منځه یوړې.
معاذ مغاري وايي، چې د کورنۍ ۶۲ غړي یې، چې مور او پلار او څلور وروڼه یې هم پکې دي؛ د بریج پر کمپ د اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شول.
د اسرائیلو پوځ د څرګندونو له مخې؛ ملکي وګړي نه پر نښه کیږي؛ خو د عامې روغتیا څانګوال وايي، چې له جګړې مخکې غزې د سیمې د ډېرو هېوادونو پر پرتله د نفوس د شمېرنې او ثبتولو ډېر دقیق سیسټم درلود. ملګري ملتونه هم د غزې د روغتیا وزارت څرګندونې د باور وړ ګڼي.
سیمه ییز خبرونه
په پېښور کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۷ کسانو ته ځاني زیانونه واوښتل
په پېښور ښار کې د پولیسو قومندان میا سعید رسنیو ته څرګنده کړې، چې د وژل شویو کسانو څخه درې یې د دروازې اړوند ساتونکي وه، چې یوه ځانمرګی بریدګر پرې خپل چاودېدونکي توکي وچول او دوه نور بریدګر د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شول.
د پولیسو د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ درېیمه) په پېښور کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر مرکزي دفتر د خونړي وسلوال او ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۳ فډرالي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په پېښور ښار کې د پولیسو قومندان میا سعید رسنیو ته څرګنده کړې، چې د وژل شویو کسانو څخه درې یې د دروازې اړوند ساتونکي وه، چې یوه ځانمرګی بریدګر پرې خپل چاودېدونکي توکي وچول او دوه نور بریدګر د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شول.
د سیمې اړوند اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې له دوه چاودنو راپور ورکړی او څرګندوي، چې دوی د ډزو غږونه هم واورېدل.
پاکستانيو چارواکو تائید کړې، چې چاودنې د دوه ځانمرګو بریدګرو لهخوا ترسره شوې؛ لومړی یو د امنیتي ځواکونو د مرکز پر دروازه برید وکړ او بل یې ودانۍ ته ننوت.
په پېښور کې د امنیتي ځواکونو مرکزي دفتر ته تلونکې لارې تړل شوي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
ویل کیږي، چې دې برید د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د اندېښنو او وېرې څپې راپورته کړې دي.
-
سوداگري5 days agoتمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د آیایسآی هڅې ناکامې دي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
لوبی5 days agoد افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
نړۍ5 days agoپه کالیفورنیا کې ۱۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
