تازه خبرونه
په فراه کې د القاعده د هندي څانګې یو مشر وژل شوی ـ ملي امنیت
د افغانستان د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ د دوی ځانګړیو ځواکونو په فراه ولایت کې د القاعدې د هندي څانګې یو مشر محمد حنیف الیاس عبدالله د محمد انور زوی وژلی دی.
ملي امنیت ویلي، چې دغه سړی د پاکستان د کراچۍ اوسیدونکی دی. د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ د عملیاتو پرمهال دوه پاکستانۍ ښځې هم نیول شوې دي.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد حنیف نومی د طالبانو غړی و؛ له ۲۰۱۰ کال وروسته د القاعده شبکې غړی شو او په همدې کال کې د طالبانو په همکارۍ هلمند ته ورسیده او بیا د طالبانو په مرسته فراه ولایت ته واستول شو.
د خبرپاڼې له مخې؛ حنیف له طالبانو سره د چاودیدونکیو توکو، موتربمونو او ځای په ځای شويو چاودیدونکیو توکو په چاودنو کې هم مرسته کړې او روزنه یې ورکړې ده.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ملي امنیت ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده د هندي څانګې یو مهم غړی ابو محسن المصري هم وژلی و.
المصري یو مصری تبعه ګڼل کېده، چې په القاعده کې یې د دوه یم قومندان په توګه دنده ترسره کوله او د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې ترټولو مطلوب سړی و.
دغه راز د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې که څه هم د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له القاعدې سره اړیکې پرې کوي؛ خو دوی اوس هم په افغانستان کې د طالبانو تر منځ درنښت لري.
د راپورونو له مخې، القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې هڅاند غړي لري او د افغانستان په ختیځ کې د روزنیزو کمپونو مشري کوي.
افغان حکومت له دې مخکې هم د داعش او نورو وسلوالو ډلو سره د القاعده په ګډون د طالبانو له نږدې اړیکو خبره کړې وه.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه16 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی16 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
