سیمه ییز خبرونه
په كابل كې ځانمرگي بريد نهه تنه ووژل او ديارلس نور يې ټپيان كړل
د كابل پوليس وايي، چې:
په كابل كې د ملي دفاع وزارت په قراول كې نن سهار د نهو بجو په شاوخوا كې ځانمرگى بريد تر سره شوى دى.
چارواكي وايي، بريد د بايسكل په وسيله شوى دى.
په كابل كې د آسمايي زون له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې:
وژل شوي كسان ټول ملكي وگړي دي او په ټپيانو كې دوه پوځيان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا نوي دفاع وزير چک هيگل د خپل نړيوال سفر په ترڅ كې په لومړي ځل افغانستان ته سفر کړى او پلازمېنې کابل ته رارسيدلى، چې له افغان چارواکو سره د سولې او ترهگرۍ پر ضد پر روانې جگړې خبرې وکړي.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ګډ میکانیزم جوړولو هڅه کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن( یکشنبه د وري نهمه) د عربستان، ترکیې او مصر بهرنیو چارو وزیران د ایران د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په اسلامآباد کې دوه ورځنۍ ناسته ترسره کړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ګډ میکانیزم جوړولو هڅه کوي.
هغه زیاته کړې، چې دا غونډه به د خبرو اترو ممکنه لار او د جګړې د وضعیت په اړه د څلورو هېوادونو ارزونه هم وارزوي.
راپورونه ښیي، چې دې هېوادونو له تېرو اوونیو راپدېخوا د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کړې ده. پاکستان هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او څرګندوي، چې کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب وکړي.
دغه راز ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره خبرې اترې «ښې روانې دي» خو ایراني چارواکو له امریکا سره د داسې خبرو اترو ترسره کول رد کړي دي.
کارپوهانو ويلي، چې د جګړې دوام کولی شي د هرمز تنګي په ګډون د نړۍ انرژۍ او سوداګرۍ لارو ته پوره ګواښ رامنځته کړي.
ویل کیږي، چې ایران د امریکا ۱۵ مادهییز وړاندیز په پام کې نیسي. که څه هم ځینو ایراني چارواکو دا طرحه”یوه اړخیزه او غیر عادلانه” بللی ده.
سیمه ییز خبرونه
واشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا د هغه جګړې د پای ته رسولو لپاره “خبرې اترې” کوي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او په تاریخ کې یې د تېلو او انرژۍ د کمښته تر ټولو بد ټکان ورکړیدی.
د راپورونو له مخې امریکا په منځني ختیځ کې د روانې جګړې همهاله تهران ته ۱۵ مادهییزه طرحه لېږلې ده.
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا د هغه جګړې د پای ته رسولو لپاره “خبرې اترې” کوي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او په تاریخ کې یې د تېلو او انرژۍ د کمښته تر ټولو بد ټکان ورکړیدی.
د چارشنبې پر ورځ( د وري پېنځمه ) داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا د یوې میاشتې د اوربند په لټه کې دي او ایران ته یې د خبرو اترو لپاره ۱۵ مادهییزه طرحه لېږلې ده. له دې سره د ونډو بازارونه لوړ شول، بیې راټیټې شوې او له فارس خلیج څخه د تېلو د صادراتو د بیا پیل لپاره هیلې راوټوکېدلې.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې امریکا په ایران کې له ” مناسبو خلکو” سره د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره خبرې کوي او زیاتوي، چې ایرانیان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېر لېواله دي.
د ایران د استازو جرګې رییس محمد باقر قالیباف د دوشنبې پر ورځ( د وري درېیمه ) دا ډول راپورونه “جعلي ” بللي او رد کړي دي.
نیویارک ټایمز د سېېشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې واشنګټن ایران ته په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ مادهییزه طرحه لېږلی ده.
د اسرائیلو ۱۲ کانال هم د درې سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا ۱۵ مادهییزه طرحه د یوې میاشتې د اوږده اوربند په اړه د بحث لپاره لېږلې ده.
د اسرائیلو رسنیو ویلي، چې دا طرحه د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د لبنان د حزب الله په څېر له نیابتي ډلو ملاتړ پای ته رسول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل رانغاړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
ایران ویلي، چې د خپل لوړ پوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني د وژنې په غبرګون کې یې تل ابیب پر کلسټر توغندیو پر نښه کړی دی.
اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
په اسرائیل کې د جګړې له پیل راپدېخوا د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.
دغه راز د ایران دننه، یو توغندی د بوشهر اټومي بټۍ ته نږدې راکښته شوی؛ خو چارواکو ویلي، چې زیان نلري.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې رییس رافیل ګروسي د اټومي حادثې د خطر د مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې ده.
امریکا او اسرائیل ویلي؛ وروستي بریدونه اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي لپاره تر سره شوي، چې په کې یو شمېر لوړ پوړي ایراني چارواکي ووژل شول.
د ایران حکومت د هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مشر لاریجاني وژنه تائید کړې ده.
دغه راز د راپورونو له مخې د لاریجاني زوی او د لاریجاني مرستیال علیرضا بیات هم د دوشنبې پر شپه په یوه برید کې ووژل شول.
رویټرز د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ایران نوي رهبر مجتبی خامنهیي د تاوتریخوالي کمولو یا اوربند لپاره هر ډول وړاندیز رد کړی او زیاتوي، چې «د سولې وخت اوس هم ندی راغلی.» هغه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ غونډه کې ویلي، چې امریکا او اسرائیل باید خپله ماتې ومني؛ غرامت او تاوان ورکړي.
په سیمه کې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه اړینه لار ده؛ تړلې پاتې ده او دې کار د تېلو بیې لوړې کړې دي.
ویل کیږي، چې روانو نښتو د انفلاسیون او د تېلو د بیو له لوړېدا څخه نیولې ان د الوتنو د ګډوډیو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د ناورین رامنځته کېدا پورې پراخې نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
-
نړۍ4 days agoټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده
-
تازه خبرونه5 days agoپه کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای
-
لوبی4 days agoد آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه
-
تازه خبرونه4 days agoد تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه څلور اړخیزې ناسته کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

