تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې کار پیل شو
د ریاست الوزراء دفتر نن (پنجشنبه د زمري نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پیل د لوګر او په ټوله توګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او وایي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برښنا د کمښت ستونزه راکمه، صنعتي فعالیتونه پراخ او ګڼشمېر هېوادوالو ته دندې برابرې شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې کار رسماً پرانیست.
د ریاست الوزراء دفتر نن (پنجشنبه د زمري نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پیل د لوګر او په ټوله توګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او وایي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برښنا د کمښت ستونزه راکمه، صنعتي فعالیتونه پراخ او ګڼشمېر هېوادوالو ته دندې برابرې شي.
ملا برادر زیاته کړې؛ د دې پروژې له پلي کېدو سره به په لوګر کې اقتصادي فعالیتونه زیات شي او د محمداغې صنعتي پارک د برښنا ستونزه به هم حل شي.
نوموړي برښنا د هېوادونو د پرمختګ لپاره یوه مهمه اړتیا یاده کړه او وایي، چې د برښنا کمښت د هېواد د وروسته پاتې کېدو یو لوی علت دی.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د انرژۍ پراخې سرچینې لري؛ خو تر اوسه پورې له دې سرچینو څخه اغېزمن کار اخیستل شوی ندی او هېواد پر وارداتي برښنا تکیه کوي او هر کال په سلګونو میلیون ډالر نورو هېوادونو ته ورکول کیږي.
هغه وایي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره نورو سکټورونو ته ورته د انرژۍ برخې هم د پام وړ پرمختګ کړی او په بېلابېلو ولایتونو کې د نوي کېدونکي انرژۍ تولید پروژې پیل شوې دي.
ملا عبدالغني برادر ویلي؛ د انرژۍ پر تولید سربېره صنعتي سیمو او ښاریانو ته د برښنا د وېش، تنظیم او رسولو په برخه کې پروژې هم د پلي کیېدو په حال کې دي.
“برادر وایي: افغانستان کولی شي د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید له لارې پوره برښنا تولید کړي؛ خپلې اړتیاوې ترې پوره او پاتې انرژي نورو هېوادونو ته صادر کړي؛ د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، اړینه ده، چې د هېواد د اوبو سرچینې اداره شي او د لمر او باد انرژي وکارول شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، اسلامي امارت اوږدمهاله پروګرامونه په پام کې نیولي او له قراردادي څخه يې غوښتي، چې د کار کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي او په ټاکلي وخت کې پروژه بشپړه کړي.
دا پروژه، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې پلي کېږي؛ دوه برخې لري، يوه يې د ۲۸ ميليون ډالرو پر پانګونه د ۴۰ ميګاواټه لمريزې برښنا د توليدي وسيلې جوړول دي او دوهیمه برخه يې د ۱۲۶ ميګاواټ امپير سب سټېشن جوړول او د ۷.۶ ميليون ډالرو پر پانګونه د برښنا مزيد غځول دي.
ټاکل شوې، چې دا پروژه به په ۱۸ مياشتو کې بشپړ شي او په سيمه کې به ۴۰ زره کورنیو ته د اړتيا وړ برښنا چمتو کړي او د محمداغې صنعتي پارک د برښنا ستونزه به ورسره هم حل شي.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی3 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
