تازه خبرونه
په نيمروز ولایت کې د سل بستريز روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې
د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي؛ د دې روغتون چارې د تېر حکومت لخوا نیمګړې پاتې شوې وې او شرکت یې کارونه نیمګړي پریښي وه، چې اوس به دا پروژه بشپړه شي.
په دې ولایت کې اوس هم خلک مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د نيمروز ولايت د عامي روغتيا رياست وايي، دغه روغتون به په پېنځه بلاکونو کي د دوه سوه زره امريکايي دالرو پر لګښت جوړ شي.
د نیمروز د عامې روغتیا رییس عبدالرحمن عبدالله وايي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې د دوه سوه زره امریکایي دالرو پر لګښت د دغه روغتون چارې بیا پیل شوې دي. په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
د پروژې انجنیر غفور رحیمي: زمونږ د قالب جوړونې په څانګه کې کار روان دی؛ په لومړي بلاک کې د تودوخې د سیتم پر جوړولو کار کوو، په دوهیم بلاک کې د ډبرو پر لګولو کار کوو، په درېیم بلاک کې د تودوخې د سیستم په ګډون د اوبو او برښنا چارې روانې دي او ژر تر ژره به یې کار پای ته ورسیږي.
دا مهال په زرنج ښار کې يوازې يو ولايتي روغتون فعال دی، چې د دغه ولايت د ناروغانو اړتياوې نهپوره کوي.
د نيمروز ولايت اوسېدونکي وايي، چې د دې روغتون جوړول د دغه ولايت د خلکو له اساسي اړتياوو څخه یوه اړتیا ده.
دوی د دې پروژې د کار د چټکتيا غوښتنه کوي.
د نیمروز اوسیدونکی عنایت الله وایي: په نیمروز کې سیمهییز چارواکي وايي، د جمهوریت پر مهال د دغه روغتون د جوړېدو چارې ۴۰ سلنه پرمختللې وې؛ خو اوس هڅه کوي، چې د دې پروژې کار بشپړ کړي.
سیمهییز وايي، په تېر حکومت کې د دغه روغتون د جوړولو چارې یوه کورني شرکت ته وسپارل شوې؛ پیسې یې تر لاسه کړې، خو ودانۍ یې نیمګړې پرېښوده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه22 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی22 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
