تازه خبرونه

په هرات کې د رسنيو او خبريالانو د څارنې او ملاتړ کمېټه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۴۰۱)

د دې کمېټې اصلي موخه د بېلابېلو بنسټونو لخوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکیو د خپلسریو مخه نيول دي.

دغه کمېټه د هرات د رسنيو د ټولنې د اړتياوو پر بنسټ جوړه شوې، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د خبريالانو او رسنيو د قضيو د څېړلو د څرنګوالي لپاره لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

په دې کمیټه کې خبریالان، د استخباراتو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست غړي برخه لري.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټینګار کوي، چې له دې وروسته هیڅ امنیتي اداره حق نلري، چې یو خبریال یا د رسنیو کارکوونکی پخپلسري ډول ونیسي او د خبریالانو ټولې دوسیې به د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د یوې کمېټې له لارې وڅېړل شي.

په هرات کې د رسنیو د څارنې او ملاتړ کمیټې مسوول ولی شاه بهره وایي: زمونږ ټولیزې موخې درې اصول لري: لومړی، د غږیزو او ویډیويي رسنیو د نشراتو تنظیمول. دوه یم د رسنیو له حقونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ او دفاع، چې قانون یې پر بېلابېلو بڼو ملاتړ کوي او درېیم، د سرغړونې کمېټه مکلفه ده، چې سرغړونې وارزوي او بیا ترې ژمنې واخلي.

د سيمه ييزو رسنيو مسوولين، د اطلاعاتو فرهنګ او استخباراتو رياستونه د رسنيو د څارنې او ساتنې د کمېټې مستقيم غړي دي او د هرات سيمه ييزه اداره ډاډ ورکوي، چې د رسنيو د کار او فعاليتونو د ملاتړ لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني ویلي؛ ټول امنیتي ارګانونه، چې په هرات کې دي او ټول هغه ځایونه، چې په هرات پورې اړه لري؛ د دې کمېټې له جوړولو سره او هغه مسایل، چې په دې کمیټې پورې اړه لري، د دې پر ځای، چې د یوه دولتي ارګان لخوا تر پوښتنې لاندې ونیول شي، د هغوی جریان په مستقیمه توګه ارزول کیږي؛ کمېټۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته به خبر ورکول کيږي.

یو شمېر خبریالان د دې کمېټې جوړېدو ته خوښ دي او له حکومت غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې آسانتیاوې برابرې کړي او د دې کمېټې په چوکاټ کې دې خبریالانو ته د کار څرنګوالي په برخه کې کار وکړي.

خبریال مرجان وفا وایي: په اوسنیو شرایطو کې له خبریالانو د ملاتړ کمېټه یو اړتیا ده او ګټه هم لري.

یو بل خبریال نذیراحمد هاشمي ویلي: خوښ یم، چې له رسنیو څخه د ملاتړ لومړنۍ کمېټه په هرات کې جوړه شوه او خوښ یوو، چې ستونزې مو حل کړي.

د کمېټې د مشرتابه د څرګندونو له مخې؛ دوى هڅه کوي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د رسنيو او خبريالانو د کاري بهير او فعاليت په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version