تازه خبرونه
په هرات کې د غور تیوره ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان ووژل شو
نن سهار د هرات ولایت په مرکز کې د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان حبیب الرحمن ملکزاده ووژل شو.
د حبیب الرحمن ملکزاده خپلوانو ويلي، چې نوموړی د هرات ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل کور په دروازه کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند ثابت هروي د پېښې پخلی کړی او څرګندوي، چې بریدګر دوه تنه ول او پر ملکزاده له برید وروسته له سیمې تښتېدلي؛ خو په اړه یې د اسلامي امارت پلټنه روانه ده. تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
تازه خبرونه
د یوناما په کوربتوب د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې حضوری او انلاین ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د راپور له مخې؛ د کابل په ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه ناسته د یوناما پر کوربتوب پر حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د امارت لاسته راوړنې، ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې.
دغه راز د اسلامي امارت مسوولانو د مصنوعي نشهيي توکو اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې د یادو توکو سرچینې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او که مخه یې ونهنیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
بل لوري ته یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو بنسټونو، ګڼو هېوادونو او اړوند څانګوالو له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې له هڅو ستاینه کړې او څرګندوي، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانګړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.
همدارنګه ګڼو هېوادونو او بنسټونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د پوره همغږۍ او ښکېلتیا وړاندیزونه وکړل.
د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د معتادینو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمېدا لپاره کار وشي.
تازه خبرونه
د نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
په دې لیدنه کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ټوګه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالي له ګاونډ او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هر اړخیزه همکاري لري او د دغو همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر د منځنۍ آسیا د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رییس مخمود خادیموف او د دغه مرکز له سلاکار عزیزبیک ارکابویوف سره په لیدنه کې د نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.
په دې لیدنه کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ټوګه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالي له ګاونډ او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هر اړخیزه همکاري لري او د دغو همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
دغه راز د منځنۍ آسیا د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز مسوولانو ډاډ ورکړ، چې د نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې به له اسلامي امارت سره د اغېزمنې همغږۍ لپاره هڅې وکړي.
دا راپور؛ «په افغانستان کې د نشهیي توکو د کارولو ملي سروې» درېیم او وروستی ټوک ګڼل کېږي. که څه هم چرس له ۴۶ سلنې او تریاک له ۱۹ سلنې سره اوس هم تر ټولو ډېر کارېدونکي نشهیي توکي دي؛ خو د «کا» ګولۍ کارول له ۱۱ سلنې او د میټامفیټامین (ښیښې) کارول له ۷ سلنې سره د زیاتېدا په حال کې دي.
دا سروې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) پر ملاتړ ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د استعمال بهیر ورو ورو له دودیزو نشهیي توکو څخه مصنوعي نشهیي توکو او د طبي درملو د ناسم کارولو پر لوري بدلېدونکی دی.
تازه خبرونه
د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
لوبی2 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه2 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه2 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
