Connect with us

سوداگري

په هرات کې د لمریزې برښنا یو خصوصي شرکت د ورځې ۳۰۰ تختې تولیدوي

خپور شوی

د

په هرات ولایت کې یو خصوصي شرکت هره ورځ ۳۰۰ سولر تختې تولیدوي، چې ۶۵۰ واته وړتیا لري.

د دغه شرکت مسوولین وايي، دوی داسې سولر تولیدوي، چې د کیفیت له پلوه له سیمه‌ییزو شرکتونو سره سیالي کوي.

د دوی د څرګندونو له مخې ، په دې کارخونه کې له پېنځه میلیون دالرو ډېره پانګونه شوې ده.

په هرات کې د سولر تختې د تولید شرکت عمومي مدیر وحیدالله برومند وايي: اصلي موخه یې د کار پیدا کول او دوه‌یم هدف یې په دغه هېواد کې د شرکتونو پیلول دي، چې لومړنۍ اړتیا ده.

په هرات کې د سولر د توليدي شرکت تخنيکي څانګې مشر غلام رسول حيدري ويلي: د دې کارخونې دننه وسايل زمونږ په ګاونډ هېوادونو لکه ايران، پاکستان، ترکمنستان او تاجکستان کې هم شتون نه‌لري.

غلام رسول حیدري زیاته کړې: د سولر تختو کیفیت ته په کتو، چې مونږ یې تولیدوو؛ له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په ۲۵ کلن تضمین سره تولیدیږي.

دا کارخونه د هرات د بازار او ۱۹ نورو ولایتونو د اړتیاوو د پوره کولو توان لري.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت تل د کورنیو تولیداتو پر کارولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ خونې رییس محمد زبیر دین‌پرور ویلي: تر هغې، چې مونږ په ځان کې بدلون را نه‌ولو، هیڅوک به زمونږ وضعیت بدل نه‌کړي. دا هڅه د افغانستان د صنعت او اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه باندې دوه سوه فابریکې فعالې دي، چې د دغو فابریکو ډېري مالکان هڅه کوي، چې با کیفیته توکي بازار ته وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې په کورنیو تولیداتو د خلکو باور په بشپړه توګه نه‌دی ترلاسه شوی. دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې څه دپاسه دوه سوه فابریکې فعالې دي، چې د دغو فابریکو ډېري مالکان بازار ته د با کیفیته محصولاتو د وړاندې کولو هڅه کوي؛ خو د کورنیو تولیداتو په برخه کې د خلکو باور اوس رامنځته شوی نه‌دی.

سوداگري

افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

Published

on

د قزاقستان مالیې وزارت د مرستیال پر مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې د افغانستان بانک له لومړي مرستیال صدیق الله خالد سره د لیدنې پر مهال پر دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.

صدیق الله خالد ټینګار کړی، چې د بانکي همکاریو پیاوړتیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي تعاملاتو لپاره آسانتیاوې برابرې او په سیمه‌ییزه کچه مالي ثبات ته لار اواره کړي.

د قزاقستان پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د چارو د پرمختګ لپاره د تخنیکي کمیټو پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

Published

on

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې عبدالمتین سعید ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه یې د ملاتړ رامنځته کولو هڅې روانې ساتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان او هند اړیکې په ځانګړي توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

دغه راز هندي پانګوالو هم ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انساني، کرنیزو او حیواني درملو د تولید، کرنې او کانونو د عصري ټکنالوژۍ کارونې او دغو برخو ته د افغان کدرونو د ظرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو پر برابرولو پانګونه وکړي.

ویل کیږي، چې یاده پانګونه کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د تخنیکي پوهې په لېږد او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

Published

on

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د بندېدا له کبله د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري سخته زیانمنه شوې؛ شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه د کراچۍ په بندر او زرګونه نور خرابېدونکي توکي د غلام خان، سپین بولډک، خرلاچي او تورخم کې بند پاتې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس جنید الطاف ویلي؛ د دواړو خواوو سوداګري، چې پخوا محدوده وه اوس د توکو د تګ راتګ د بندېدا له کبله خرابه شوې او د تورخم د لارې له بندېدا راپدېخوا شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر اقتصادي زیان ثبت شوی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی؛ خوراکي توکي مخ پر خرابېدا دي، چې دې اقتصادي چلند درانده مالي زیانونه اړولي دي. هغو صادروونکو، چې E سندونه یې ترلاسه کړي وه؛ هم نشي کولی خپل بارونه ولېږدوي او دوه اړخیزه سوداګري چټکه راټیټه شوې ده.

د لارو بندېدا د درملو سوداګري هم د ۲۰۰ میلیون ډالرو له خطر سره مخ کړې ده. د انټي بیوټیکو، انسولینو، واکسینونو او زړه درملو سلګونه توکي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، چې د تودوخې حساس درمل د خرابېدا له خطر سره مخ دي.

د پاکستان د درملو جوړوونکو ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا ګډوډي نه یوازې په افغانستان کې پر درمل رسولو اغېزه کوي، بلکې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار هم اغېزمنوي، چې د سیمه‌ییز اتصال پروژې په ګډون د پاکستان- ازبکستان- افغانستان اوسپنې‌پټلۍ له خطر سره مخ کوي.

د سوداګرو استازو له اړوند چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره د توکو تګ راتګ بېرته پیل او سوداګري له سیاسي مسلو څخه بېله کړي، چې دواړو هېوادونو ته نور اقتصادي زیان ونه‌رسیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!